پوليسو کاپيسا کې پر دوه ميرمنو د جنسي تيری کوونکو له ډلې شپږ کسان نېولي دي

روهي (دوه نۍ/۷ د تلې)، د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د کاپیسا ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې یوه شپږ کسیزه ډله پر دوه نجونو د تېري په تړاو نیولې ده.

یاد کسان د کاپیسا ولایت د حصې دوم ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر دوه نجونو تر تېري وروسته تښتېدلي وو.

د کاپیسا ولایت پولیسو له دې قضیې تر خبرېدو وروسته سمدلاسه کشفي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې شپږ تنه د دې قضیې په تور نیولي دي.

د نیول شویو کسانو له ډلې یو کس چې غوښتل یې وتښتي، د پولیسو د ډزو په ترڅ کې ژوبل شوی دی.

له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف او یو اندازه نور نظامي تجهیزات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو د پولیسو څېړنې روانې دي.