چارواکي: باميانو کې د طالبانو بريدونو کې ۹ امنيتي کسان وژل شوي او يو طالبانو ژوندی وړی

روهي (دوه نۍ/۷ د تلې)، له باميانو راپورونه وايي چې د طالبانو او افغان امنيتي خواکونو ترمنځ نښته نهه افغان امنيتي کسان وژل شوی او يو بل طالبانو ژوندی نېولی دی. 

د باميانو ولايت د پوليسو وياند محمدرضا یوسفي رسنيو د طالبانو د بريدونو پخلی کړی دی او ويلي دي چې اوس مهال د طالبانو پریدونه پر شا تمبول شوي دي. 

محمدرضا یوسفي ويلي دي چې د طالبانو په بريد کې دوه پوليس ټپيان شوي هم دي. تر اوسه د طالبانو اړخ ته د تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي دي. 

د يادونې ده  چې طالبانو په دې وروستيو کې پر پنجشير او باميان ولايتونو بريدونه کړي دي په داسې حال کې چې دغه دوه ولايتونه په تېرو ۱۹ کالونو کې له جګړو لېرې پاتې وو.