جنسي اړيکې د ناڅاپي مړینې لامل هم کيږي


د جنسي اړيکو د لسګونه روغتيايي ګټو ترڅنګ شونې ده چې دغه اړيکه د ناڅاپي مړينې سبب هم کيږي. روغتيا پالانو د لسو کالونو په موده کې د هغه کسانو په اړه سروې کړې، چې د زړه حملو له امله په ناڅاپي ډول مړه شوي دي. دوی ته دا پايله په لاس ورغلې چې يو شمېرو کسانو ته د زړه حمله د جنسي اړيکو پر وخت پيدا شوې.
 
۲۰۱۷ز کال کې د ۴۵۰۰ کسانو په اړه شوې سروې خپره شوه چې ۳۴ کسان په کې هغه کومو ته چې د جنسي اړيکو پر مهال د زړه حمله پيدا شوې او مړه شوي وو. دغه ۴۵۰۰ کسان د لسو کالونو په موده کې د زړه حملې له امله مړه شوي.
 
د ۳۴ کسانو له منځ يې ۳۲ نارینه او ۲ ښځې وي. له دغه سروې وروسته روغتيا پالان دې پايلې ته ورسېدل، چې په هرو ۱۰۰ د زړو حملو کې چې سړيو ته پېښيږي يو سلنه په کې د جنسي اړيکو له امله وي‌. همدا ډول په هرو زرو ښځو کې چې د زړه حملې له امله مري، يوه د جنسي اړيکو پر اساس د زړه پر حمله اخته کيږي.
 
که څه هم جنسي اړيکې د زړه د حملې شونتيا کموي خو په ورته وخت کې په غير نارمل ډول جنسي اړيکې چې ژور ذهني فشار او درانه فزيکي حرکتونه ولري، د زړه حملې شونتيا زياتوالی شي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200928_112857_285.sdocx-->