طالبان وايي چې د ټولو افغانانو حقوق منو خو د شيعه ګانو پر حقوقو به د اساسي قانون د بحث پر مهال خبرې وشي 

روهي (دوه نۍ/۷ د تلې)، له تېرو دوه اوونيو دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي خو تر اوسه دغه پلاوي کومې مطلوبې پايلې ته سره نه دي رسېدلي. 

دوه اختلافي مسايل د طالبانو او افغان حکومت د پلاوي ترمنځ شتون لري چې يو د حنفي او جعفري فقې موضوع او بله هم د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون دی. 

طالب چارواکي ملا خیرالله خیرخواه رسنيو ته ويلي دي چې طالبان د افغانستان د ټولو وګړو حقوق مني، خو د اهل شيعه افغانانو د حقوق پر مهال به هغه وخت خبرې وشي کوم وخت چې د اساسي قانون په اړه خبرې کيږي. 

طالبان د بين الافغاني خبرو پر مهال د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوی تړون هم يادوي او ټېنګار کوي چې د ياد تړون پر بنسټ بايد د سولې خبرې وشي. 

د طالبانو دليل دا دی چې اوس مهال د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرو پيل هم د هغه تړون پر اساس شوی دی چې طالبانو او امريکا سره لاسليک کړی دی.  

د افغان حکومت پلاوي يادو دوه اختلافي  مسايلو ته بديلونه وړاندې کړي دي خو طالبانو يې له بديلونو سره هوکړه نه ده کړې.