ولسمشر غني:  هېڅ ځواک د افغانستان د اساسي قانون لومړی او دویم څپرکی نشي بدلولی

روهي (دوه نۍ/۷ د تلې)، افغان ولسمشر محمداشرف غني تېره غرمه په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو ډلې د مخامخ مذاکراتو بهیر د خبري پوښښ لپاره دوحې ته تللیو خبریالانو سره په ارګ کې وکتل.

ولسمشر غني د رسنیو او خبریالانو رول ته په اشارې وویل، د راتلونکي په اړه د اساسي بحث ترڅنګ باید د ملت پوښتنو ته ځواب وویل شي، ځکه زموږ پرانیستې ټولنه په ازادۍ تصمیم نیسي او دلته یوه ملي اراده موجوده ده.

ولسمشر زياته کړې ده، "هېڅ قوت د نظام ماهیت او د اساسي قانون لومړی او دویم څپرکی نشي بدلولی او د جمهوریت غېږ ډېره پراخه ده. هغه زیاته کړه، د ټکر مخنیوی هم زموږ موخه ده او هم یې ظرفیت لرو."

نوموړي د طالبانو په اړه ويلي دي، "طالبان باید په دې پوه شي چې له کوم خاص ګروپ نه، بلکې ټولنې سره یې سروکار دی او نړۍ دې هم دا درک کړي، هغه خطر چې دوی یې افغانستان ته راوړل، لا هم نه دی دفع شوی."