تر پنځو تنو زه پوه شوم چې جنسي تېری یې راباندې وکړ، نور پر ځان نه يم پوه شوې او حالت مې ډېر خراب و

روهي (دوه نۍ/۷ د تلې، "تر پنځو تنو زه پوه شوم چې جنسي تېری یې راباندې وکړ، نور پر ځان نه يم پوه شوې او حالت مې ډېر خراب و" دا په کاپيسا ولايت کې د جنسي تيري د يوې قربانې شوې ميرمنې د خولې خبرې دي. 

دوه ورځې وړاندې د کاپيسا ولايت کوهستان ولسوالۍ دويمې برخې نومي سيمه کې يوولسو کسانو پر دوه ميرمنو جنسي تيري کړي دي. د کاپيسا د ښځو چارو رياست او پوليسو د پېښې پخلی کړی دی. 

مسوولينو ويلي دي چې دغه دوه ميرمنې له کابل ولايت څخه کاپيسا ته راغلې وې، لاره کې يې د سپرلۍ موټر خراب شوی او وسله يو کور ته دننه کړې دي چې وروسته يې ډله  ييز جنسي تيري پرې کړې دي. 

د کاپيسا د پوليسو وياند شايق شورش په دې اړه رسنيو ته ويلي  دي، "د جنسي تېري د تور په تړاو موږ توانېدلي یوو چې ۷ تنه ونیسو او زموږ پلټنې روانې دي."

د کاپيسا ولايت د ښځو چارو ريئسې شکيبا سيفي رسنيو ته د پېښې پخلی کړی دی او ويلي دي چې د امنیتي ننګونو له امله، تراوسه نه ده توانېدلې چې د پېښې سیمې ته ولاړه شي.

د پېښې يوې قرباني شوې ميرمنې په يو ويډيو پيغام کې ويلي دي، "پر پنځو تنو یې زه پوه شوم چې تېری یې وکړ، پر نورو یې پوه نه شوم ځکه چې حالت مې ډېر خراب و. په همدې ډول یو یو کوټې ته راتلل. دغه نجلۍ یې هم بلې کوټې ته بوتله، دوه درې تنه پسې ورغلل او نور خبر نه لرم. دوی په خپله وویل چې چې هم غله یوو او هم شوکي کوونکي او هم د خدیجه وکیلې ساتوونکي یوو."

دغه ميرمنې ادعا کوي چې جنسي تيري کوونکي د ولسي جرګې د غړې خدیجه الهام ساتونکي وو خو تر اوسه خدیجه الهام په دې اړه رسنيو څه نه دي ويلي.