څه ډول کولای شو پرمختګ وکړو او روحي ارامتیا تر لاسه کړو؟

هغه څه چې زموږ د پرمختګ مخه نیسي او ذهن مو مخشوشه کوي هغه څه دي؟ څه ډول کولای شو په ټولنه کې پرمختګ وکړو او له ذهني نا ارامۍ څخه ځان وژغورو؟  دا چې څه ډول کولای شو پرمختګ وکړو او له ذهني نا ارامۍ څخه ځان و ژغورو او څه دي، چې زموږ د پرمختګ مخه نیسي په دې مقاله کې به دې موضوعاتو ته اشاره وکړو. 

زموږ په ټولنه کې هغه څه چې، زموږ د پرمختګ مخنیوی کوي او له ذهني نا ارامتیا سره مو مخ کوي؛ هغه د خلکو خبرې دي. موږ چې په ژوند کې هر کار کوو، دا ویره راسره وي چې دا خلک به څه وایو که هغه ډېر ښه کار هم وي. موږ یې د دې له پاره نه شو کولای چې دا خلک به څه وایي. موږ له کومې ورځې چې نړۍ ته راځو ژوند مو په دې پیلېږي؛ چې دا خلک به څه وایي تر هغې چې مرو او په همدې اساس هم له ذهني نا ارامۍ سره مخ یو او هم د ژوند له پرمختګونو څخه پاتې یو. که یو څوک خپله لور پوهنتون ته لېږي؛ دا خبره یې مخه نیسی، چې دا خلک به څه وایي. که یو څوک وایي چې مړي پسې دا ریایي خیراتونه نه کوم بیا یې هم مخه دا خبره نیسي، چې ولا که داسې وکړم دا خلک به څه وایي. دې ته ورته ډېر داسې نور کارونه دي، چې موږ یې پر دې خاطر نه کوو چې دا خلک به څه وایي. 

زما په اند یوه انسان هغه وخت پرمختګ کولای، چې دا خبره بېخي له خپل ذهنه وباسي چې که مې دا کار داسې وکړ دا خلک به څه وایي. موږ په داسې یوه منفي فکره ټولنه کې ژوند کوو، چې که ښه کار هم وکړي یوه خبره اورې او که بد کار دې وکړ خو هسې دې هم نه پریږدي. نو ښه خبره همدا ده چې د خلکو خبرو ته ارزښت ور نه کړو او خپل ژوند په خپله خوښه او طریقه مخ ته یوسو. 

که په هره موضوع کې دا خبره په نظر کې ونیسو، چې ولا که دا کار داسې وکړم، بیا به دا خلک څه وايي له دې سره نه یوازې دا چې د ژوند له پرمختګونو څخه بې برخې کېږي؛ بلکې له ذهني ګډوډۍ او بالاخره یو رواني انسان در څخه جوړوي. نن ورځ په هغه کسانو پسې خبرې ډېرې کېږي، چې وویني یو څه ده او دا په ټولنه کې پرمختګ کولای شی. نو ستا د نورو پرمختګونو له پاره درپسې منفي خبرې کوي تر څو و نه شې کړی په ژوند کې نور پرمختګ وکړې. هېڅکله د داسې منفي فکره خلکو په منفي خبرو پسې مه ګرځئ او مه یې په کیسه کې کېږئ. 

که په ژوند کې دې ته پام وکړئ، چې دا به څه وایي هغه به څه وایی دا تاسې له ژوند څخه باسي. نو غوره دا ده، چې د خلکو د خبرو په کیسه کې هېڅ نه شو او هغه کار وکړو، چې هغه سم دی. 

نو د ژوند د پرمختګ او ذهني ارامتیا د تر لاسه کولو له پاره دا خبره هېره ګړئ، چې دا خلک به څه وایي او هېڅکله د خلکو په منفي خبرو پسې مه ګرځئ. ځکه خلک هر څه وایي او موږ باید د دوی خبر ته هېڅ ارزښت ور نه کړو او د خپل ژوند بریاوو او پرمختګونو ته پام وکړو.