اوسنۍ کره کتنې د لیکوال له پاره زیانمنې دي که ګټورې؟

کله چې یو لیکوال لیکنه یا یو اثر ولیکي، د هغه په اثر تر چاپ وروسته کره کتنه کېږي؛ چې د کره کتنې په پایله کې د نوموړي اثر ښېګڼې او بدګڼې لیکوال ته ویل کېږي. یا هم اوس په ادبي غونډو کې لیکوالان خپلې مقالې لنډې کیسې، ادبي ټوټې نظمونه او یا شعرونه کره کتنې ته وړاندې کوي. دا چې دا ډول کره کتنې د کره کتنې له معیارونو سره برابرې دي او که نه؟ دا ډول کره کتنې  پر لیکوال منفي اغېزې لري او که مثبت پر دې موضوعاتو به څه نا څه بحث وکړم. 

ریښتینې کره کتنه هغه ده، چې د کره کتنې له اصولو سره برابره وي او پرته له کوم تعصب او عقدې څخه د یوه اثر ښېګڼې او بد ګڼې بیان شي. چې دا ډول کره کتنه هم د لیکوال او هم د لوستونکو له پار ګټوره ده. ځکه لیکوال ته د خپل اثر یا لیکنې ښېګڼې او بد ګڼې ور معلومېږي. اوپه نورو لیکنو کې  د خپلو تېروتنو مخه نیسی. خو زموږ ډېری کره کتنې اوس د کره کتنې د اصولو خلاف دي او په تعصبي او د رابطو په اساس کېږي، چې دا هم د لیکوال په زیان دي او هم د کره کتنې اصل او مطلب ته زیان رسوي. 

په اوسنیو غونډو کې څو نفره د یوه ګروپ او یا یوې ګروه په ډول ګډون کوي، چې یو یې یوه لیکنه د کره کتنې له پاره وړاندې کوي او نور یې د په ستاینو او تشویقولو پیل کوي؛ چې دا کره کتنه نه بلکې د یوه شخص ستاینه ده. یا هم نور چې له هغه لیکوال سره ملګرتیا نه لري، پرته له دې چې د هغه د لیکنې ښېګڼې په نظر کې ونیسي د هغه په غندلو اونقد کولو پیل کوي. دا ډول کره کتنې هم یو لیکوال له لیکوالۍ څخه زړه توری کوي، ځکه یو کس چې خپله لومړۍ لیکنه په ډېر شوق سره کره کتنې ته وړاندې کوي؛ که هغه د تعصب له مخې و غندل شي او د ده د لیکنې ښېګڼې نه یوازې بد ګڼې یې ورته بیان شي هغه بیا نه لیکنه کوي او نه هم خپله لیکنه چاته ور ښیي. یا هم هغه کره کتنه چې یوازې د یوه اثر ښېګڼې بیانوي هم د لیکوال په زیان دی، ځکه لیکوال په دې کره کتنه کې په خپلو تېروتنو و نه پوهېده او دا به پر له پسې دا تېروتنې تکراروي. دا هغه کره کتنې دي، چې کره کتنه ورته نه شو ویلای بلکې د یو چا ستاینه او غندنه ده. 

هغه څه چې په اوسنیو غونډو کې د کره کتنې په نامه کېږي او دوی یې کره کتنه ګڼي؛ دا ډول کره کتنې هم د کره کتنې اصل زیانمنوي او د کره کتنې د مطلب نا سم معرفي کول دي او د لیکوالانو په زړه کې له کره کتنې سره د کرکې او عقدې لامل هم کېږی. چې پر لیکوالانو هم نا وړه او منفي اغېزي لري. ځکه دا ډول کره کتنې لیکوالان له خپلې لارې څخه منحرف کوي.