دا څرګنده ده چې ډاکټر نجيب يو پرچمی وو؛ خو ولې يې بيا هم خلک او په خاص ډول ځوانان يې د سر په بيه ملاتړ کوي؟ (څلور لاملونه يې)

دا څرګنده ده چې د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند له بنسټګرو يو هم د افغانستان پخوانی ولسمشمر ډاکتر نجيب الله وو. نوموړی د غوايي مياشتې اوومه کودتا کې شامل کس وو او بيا چې کله د خلقيانو حکومت رامنځ ته شو نو دی يې له بنسټ اېښوودونکو کسانو وو. که چېرې د غوايي اوومې کودتا ته د يوې تېروتنې په سترګه وګورو نو ډاکټر نجيب الله هم په دغه تېروتنه کې شامل شمېرل کيږي او هغه کس وو چې د سردار شهيد محمد داود خان په مشرۍ جمهوري نظام يې سکوت کړ او د نوموړي کورنۍ يې په شهادت ورسوله. 

د خلق ديموکراتيک ګوند په خپل منځ کې په دوه سترو برخو سره وېشل شوی وو. يوه خوا يې اکثريت پښتانه وو چې د خلق په نوم سره راټول شوي وو؛ نور محمد تره کی، حفيظ الله امين او نور يې مشران وو؛ بلې خوا يې د پرچم په نوم ډله وه، چې ببرک کارمل، ډاکټر نجيب الله او نور يې په سر کې وو. که چېرې د خلق او پرچم ډولو ترمنځ بنسټيزو توپيرونو ته وګورو نو خلق اړخ کې ډېری پښتانه، افغانستان کې د شوري يووالي د ځواکونو شتون سره مخالف او په دې اند وو، چې د غوايي کودتا بايد د افغانانو پر مټ وساتل شي؛ خو بيا پرچميانو کې د افغانستان دري ژبي، د شوري ځواکونو د شتون ملاتړي او تر يو بريده ازاد فکر ه کسان شامل وو. 

ډاکټر نجيب الله هم پښتون د لويې پکتيا او په قوم احمدزی وو، خو په سياسي ليدلوري کې د پرچم اړخ کې وو او د پرچم سياست سره يې لېوالتيا ډېره وه. وروسته له هغې چې د خلق اړخ دوه مشرانو نور محمد تره کی او حفيظ الله امين ووژل شول او ببرک کارمل چې د پرچم ډلې مشر وو د کومت د سر سړی شو، نو ډاکټر نجيب الله هم واک ته ورسېد، ايران کې افغان سفير او بيا ورپسې د افغانستان د استخباراتو ادارې مشر چې هغه وخت يې نوم د خاد رياست وو. 

دا به له حقيقت سره جفا وي که چېرې ووايو چې ډاکتر نجيب الله د نورو خلقيانو او پرچميانو په څېرې د غوايي د اوومې کودتا په لومړيو کې او له هغې وروسته چې واک ته ورسېدل هېڅ ډول تاوتريخوالی، ظلم، بې ګناه ځورونې او نور نه دي کړي. 

اوس پوښتنه دا ده چې کله ډاکټر نجيب الله يو پرچمي وو او د غوايي د اوومې کودتا د سر کسان څحخه وو نو بيا ولې يې نن ورځ تر بلې افغانستان کې مينوال ډيريږي او د خلکو په زړونو کې ځای پيدا کوي؟ دغه مساله څلور  لاملونه لري. 

۱- د ډاکټر نجيب الله د واک دوره:
هغه نجيب چې د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو او هغه نجيب چې له ولسمشرۍ وړاندې يې وو ژور توپير سره لري. ډاکټر نجيب الله د جمهوريت پر مهال نه يوازې چې پرچمی نه وو بلکې يو ټول شموله افغان جوړ شو. د بېلګې په ډول ډاکټر نجيب الله د خپلې واکمنۍ پر مهال د خلق ديموکراتيک ګوند بيرغ چې سور رنګه وو د افغانستان ملي درې رنګه بيرغ ته تبديل کړ. نوموړي د خپل واک په دوره کې د هېواد ژغورنې هڅې پيل کړې. د شوريانو پر وتلو يې هوکړه وکړه او شوريان يې دې ته وهڅول/مجبورل کړل چې افغانستان خوشی کړي. ډاکټر نجيب الله د خپل واک پر مهال خپله غېږ پراخه کړه، چيغې يې ووهلې چې د يو افغان او يو مسلمان په ډول سره کېنو خپل منځي ستونزې سره حلوو او ورور وژنې ته د پای ټکی ږدو. 

ډاکټر نجيب الله د ولسمشرۍ پر وخت د خلق او پر چم له احساساتي شعارونو لېرې شوی وو نوموړي د يو، سوله ييز او خپلواک افغانستان چيغې وهلې. ډاکټر نجيب وروستۍ دغه قربانۍ ته تيار شو چې  واک خوشی کړي او د افغانستان د ژغورنې په هېواد ژغورنې  ت پرېږدي چې د جوړنې او ساتنې اداوې يې درلودلې.
ګلبدين حکمتيار ته د سولې وړانديزونه، مجاهدینو سره د ګډ حکومت جوړول او د يو سوله ييز افغانستان نورې هيلې. 

۲- د ډاکټر نجيب الله وروسته حکومتونه:
وروسته له هغې چې ډاکټر نجيب الله له واک له لاس پر سر شو، نو مجاهدين واک ته ورسیدل. مجاهدینو د دوی په اصطلاح کمونېستي حکومتونه مات کړي وو او د نړۍ د وخت زبرځواک شوروي يووالی يې په ګونډو کړی وو. تمه داسې وه چې د مجاهدینو په راتګ سره به افغانستان کې يو بشپړ سوله ييز او اسلامي نظام رامنځ ته شي خو مجاهدین د واک پر سر، سره وران شول، کورنۍ جګړې پيل، کابل کنډواله، د خلکو عزت لوټ، مرګ ژوبله وشوه او دا ټول هغه څه وو چې خلک يې د ډاکټر نجيب ارماني کړل. 

۳- د ډاکټر نجيب الله مړينه:
د مجاهدينو د حکومت پر مهال ډاکتر نجیب الله پنځه کاله په زندان کې وو. کله چې د تلې مياشت پر پنځمه نېټه طالبان کابل ته دننه شول نو ډاکټر نجيب الله يې ووژلو او بيا په آريانا څلور لارې کې په دار کړ. اوس وخت د ډیری افغانانو او په ځانګړې ډول د ځوان نسل ذهنيت داسې دی چې طالبانو ډاکټر نجيب الله د پاکستان په غوښتنه ووژلو. پاکستان په دې له ډاکټر نجيب الله سره کينه درلوده چې د مجاهدینو او ده د حکومت د جګړو پرمهال ډاکټر نجيب الله د جګړې د دوام مسووليت د پاکستان په غاړه اچولو. پر همدې اساس ځيني ډاکتر نجیب الله ته پر ډيورنډ کرښه شهيد وايي. په دار د يو ولسمشر ځړول هغه څه دې چې خلکو ته يې ډاکټر نجيب الله مظلوم کړ او ده سره خواخوږي زياته شوه. 

۴- د ډاکټر نجيب الله وړاندوينې:
ډاکټر نجيب الله د خپل حکومت وروسته د افغانستان وضعیت انځور کړی وو. په دې اړه د نوموړي د ويناوو يو شمېر ویډیوګانې هم شتون لري. اوس مهال ځوانان د ډاکټر نجيب الله له يادوو ويناوو په الهام اخیستو دې فکر ته رسيږي چې ډاکټر نجيب الله توانېدلی وو، چې افغانستان وضعیت شننه کړي او هغه څه چې د مجاهدينو د حکومت پر مهال وشول او يا هم اوس جريان لري، د ډاکټر نجيب الله سمې وړاندوينې وې.