کابل کې د افغنستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د مړينې ۲۴ تلين ولمانځل شو 

روهي (جمعه/۴ د تلې)، د افغانستان د ملي متحد فکر ګوند له خوا نن ورځ کابل کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د مړينې ۲۴ تلين ولمانځل شو. دغه مراسمو  کې سلګونه پيغلو او ځوانانو د حکومت پخوانيو څېرو برخه اخېستې وه. 

د افغانستان د متحد فکر ګوند مشر محمد سلیم پیګير ياده ناسته کې د ډاکټر نجيب الله پر هېوادپالنې، سوله - دوستۍ او هېواد سره د مينې په اړه خبرې وکړې. دغه ناستې ته د ملي دفاع وزارت پخواني مرستيال ستر جنرال مراد علي مراد هم ورغلی وو. 

د يادونې ده چې د سبا ورځې لپاره د لويې جرګې په تالار کې د ډاکټر نجيب الله د مړينې تيلن غونډې لپاره تياري نېول شوي وو، خو د يو شمېر سياسي جهادي ګوندونو له فشار وروسته ځنډول شوي دي.