د جهادي ګوندونو د فشار په پايله کې سبا د ډاکټر نجيب الله د مړينې تلين غونډه لغوه شوه 

روهي (جمعه/۴ د تلې)، د سرچينو د مالوماتو پر اساس سبا چې د تلې مياشتې پنځه چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د مړينې ۲۴ کليزې ناسته وه، لغوه شوې ده. 

تېره ورځ يو شمېر سیاسي ګوندونو يو پرېکړه ليک خپور کړ چې او له حکومت يې غوښتي وو چې د ډاکټر نجيب پلويانو ته اجازه ورنه کړي چې د نوموړي د مړينې کليزه ولمانځي. 

څه وخت وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني فرمان ورکړی وو او اجازه يې ورکړې وه چې د لويې جرګې په تالار کې دي د ډاکټر نجيب الله د مړينې ۲۴ کليزه ولمانځل شي.