سپيان هغه کسان په اسانۍ پېژني چې په کرونا ويروس ککړ وي


روهي (جمعه/ ۴ د تلی)، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې سپيان د نشه يي توکو، مخدره موادو او نورو مضرو موادو د پېژندنې برخه کې ډېر اغېزناک فعاليت کوي خو اوس مهال سپيانو ته دا مسووليت هم سپارل شوی چې پر کرونا ويروس ککړ کسان وپېژني‌.
 
د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ، د د فنلډ هیلسنګي-ونټا هوايي ډګر کې دا اونۍ هغه سپي په مساپرو کې د کورونا وېروس پېژندلو هڅه کوي چې دې برخه کې ځانګړې روزنه ورکړل شوې ده.
 
د روزونکو په وينا سپيان کولی شي چې د کرونا ويروس ناروغان پنځه ورځې وړاندې له هغې چې نښې نښانې پر راڅرګندې شي وپېژني.
 
سپيان اوس مهال د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په هوايي ډګرونو کې د کرونا ويروس د شکمنو کسانو پر پېژندلو ګمارل شوي دي.


<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200925_120218_873.sdocx-->