پاکستان افغانانو ته د ويزې ورکول اسانوي 

روهي (جمعه/۴ د تلې)، د پاکستان د ملي اسمبلۍ رئيس اسد قيصر تېره ورځ رسنيو سره خبرو کې ويلي دي چې د افغان محصلينو، سوداګرو او ناروغانو لپاره به د پاکستان د ويزې د اخېستلو شرايط اسانه کړي. 

اسد قيصر ويلي دي چې له دې چارې يې موخه د دواړه هېوادونو وګړو ته د اسانتياوو رامنځ ته کول دي او په دې سره د پاکستان او افغانستان اقتصادي اړيکې وړاندې تګ وکړي. 

د پاکستان د پارلمان رئيس له څرګندونو وړاندې کابل کې د پاکستان سفير هم ويلي وو چې هڅه کوي ترڅو د افغانانو لپاره د پاکستان د ويزې اخېستل اسانه کړي.