خليلزاد: افغانستان کې تاوتريخوالی د منلو نه دی 

روهي (جمعه/۴ د تلې)، د افغانستان سولې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي چې افغانستان کې تاوتريخوالی د منلو نه دی او بايد راکم شي. 

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د امریکا د سولې د انسټېټیوټ په ان لاين ناسته کې کړې دي. نوموړي زياته کړې، "باوري یم لازمه ده چې د دواړو خواوو له لوري تاوتریخوالی کم شي، زه له دواړو خواوو سره د خبرواترو په پروسه کې یم. هیله لرم چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې په فشار (د تاوتریخوالي کمېدا) یوه له لومړنیو موضوعاتو وي چې په اړه یې پرمختګ وشي."

دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په پيل سره د هېواد په بيلا بيلو ولايتونو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه هم زياته شوې ده، چې  حکومت يې پړه پر طالبانو او طالبان يې پړه د حکومت پر غاړه اچوي.