ولسي جرګې د ولسمشر غني دوه فرمانونه ور رد کړل

روهي (پنځه نۍ/۳ د تلې)، ولسي جرګې تېره په خپلې عمومي ناستې کې د ولسمشر محمد اشرف غني دوه فرمانونه ور رد کړي.
 
دغه دوه فرمانونه د ملکي هوايي چلند او جزايي کړنو برخه کې وو چې د ولسمشر له خوا په کې تعديل رامنځ ته شوی وو.
 
د ملکي هوايي چلند قانون د يو شمېر موادو د تعديل په تړاو د ولسمشر ۳۵۹ ګڼه او د جزايي اجرائاتو قانون کې د يوې مادې زياتوالي په تړاو د ولسمشر ۳۰۸ ګڼه فرمانونه رد شوي دي.
 
د په داسې حال کې ده چې حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام هم جنجالي موضوع ده؛ ولسي جرګې رد کړی خو حکومت يې پلی کوي‌ <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200924_091338_214.sdocx-->