د سترګو د بخار او سوخت لاملونه څه دي؟

د ځینې کسانو سترګې تل سرې وي او اوښکې ترې بهېږي، چې سترګې یې سوخت او بخار هم لري. په داسې حال کې که د سترګو درملنه په خپل وخت سره ونه شي؛ په راتلونکي کې لوې او جدي ستونزې جوړوي.

د سترګو د بخار او سوخت پنځه عمده لاملونه عبارت دي له: محیط او چاپیریال،  ناروغۍ،  مکروب، د سینکاري توکو یا کیمیاوي توکو کارول، په سترګه کې زخم دي؛ چې د دې لاملونو په اساس سترګې ستونزې پیدا کوی. که هغه محیط او چا پیریال چې موږ ژوند په کې کوو هوا یې نا پاکه وي د نورو ناروغیو تر څنک زموږ سترګې هم ورسره الرژي یا حساسیت کوي. ګرد، دود او ککړه هوا پر سترګو ناوړه اغېزه کوي او د سترګو د سوخت او بخار لامل کېږي. ځینې ناروغۍ هم د سترګو د بخار او سوخت لامل کېږي. لکه کله چې تاسې ریزش یا زکام شئ سترګې مو سوخت یا بخار کوي. همدارنګه ځینې ویروسونه او باکتریاوې هم د دې لامل کېږي، چې ستاسې سترګې ورسره حساسیت وکړي او د سترګو د بخار او سوخت لامل شي. دا باکتریا او ویروس ډېری وخت د لاسو په واسطه سترګو ته انتقالېږي. نو په دې برخه کې متوجه اووسئ خصوصاْ کله چې تاسې بېرون ګرځئ په هغه وخت کې خپلې سترګې مه سولوئ. تر څو ستاسې سترګو ته ویروس او یا کومه باکتریا انتتقال نه شي.

بل لامل چې زموږ د سترګو د سوخت او بخا ر لامل کېږي هغه د شیمیایي یا سینګاري توکو کارول دي. ډېری وخت د ځینې خلکو سترګې له سینګاري توکو لکه: ریمل، د سترګو خط، لینز، سابون، شامپو او نورو سینګاري او شیمیایي توکو سره حساسیت کوي، ځکه دا کیمیاوي مواد لري او د سترګو د سوخت او بخار لامل کېږي. ځینې وختونه لمر هم د دې لامل کېږي، چې سترګې ورسره حساسیت وکړي او د سترکو د سوخت او بخار لامل شي.

په داسې حالاتو کې کله چې ستاسې سترګې د ډېر وخت له پاره درد لري او یا اوښکه یا سوروالی لري تاسې ضرور د سترګو یوه متتخصص ډاکتر ته ورشئ او د خپلې سترګې درملنه وکړئ.

که تاسې د سترګې لید په نظر کې کمزوري وینئ او یا شدید درد وینئ په دې صورت کې هم ضرور ډاکټر ته ورشئ او درملنه یې وکړئ. که مو له سترګو په دومدار ډول اوښکې ځي په دې حالت کې هم ضرور ډاکټر ته ورشئ. کله چې تاسې د سترګې له درد سره تبه، د سر درد او د شکر یا دیابت ناروغي لرئ حتماٌ ډاکټر ته ورشئ او د خپلې سترګې درملنه وکړئ. دا هغه ستونزې دي، چې تاسې یې عادي ګڼئ؛ خو په اصل کې دا ستونزې عادی نه دي. که په وخت یې درملنه ونه کړئ،  کېدای شي په راتلونکي کې تاسې ته لوې ستونزې جوړې کړي او یا ستاسې د سترګو د ړندیدو لامل شي.     <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200923_121351_735.sdocx-->