نبيل: د افغانستان سني مذهبه دې له شيعه مذهبه په ملاتړ غږ پورته کړي


روهي (درې نۍ/۱ د تلې)، د ملي امنیت پخواني رئيس او تېرو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل له سنيانو غوښتي چې له شيعه ګانو ملاتړ وکړئ.
 
رحمت الله نبیل پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي چې د افغانستان سني مذهبه دې له شيعه ګانو ملاتړ وکړي او مذهبي تعصباتو ته دې وخت نه ورکوي.
 
نيبل ويلي دي چې د طالبانو هغه غوښتنه چې افغانستان کې کې بايد يوازې حنفي فقه وسي، د منلو وړ مساله نه ده.
 
له دې وړاندې د ولسمشرۍ دویم مرستیال سرور دانش هم خبرداری ورکړی وو چې افغانستان کې يوازې د ټولو لپاره حنفي فقه ورته دې منلو نه ده. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200922_202405_086.sdocx-->