د کلسیمو له کموالي سره په کومو ناروغیو اخته کېږو؟


کلسیم د وجود له مهمو منرالونو څخه دي، چې ډېری کسان د کلسیمو له کموالي سره مخ دي او د کلیسمو د کموالي په صورت کې انسانان له بېلا بېلو ناروغیو سره مخ دي. دا چې څوک او ولې د کلسیمو له کموالي سره مخ دي او د کلسیمو د کموالي په صورت کې په کومو ناروغیو اخته کېږي. په دې مقاله کې به تاسې ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

کلسیم چې د وجود له مهمو منرالونو څخه شمېرذل کېږي، له ۶۹ سلنې څخه زیات یې په غاښونو او هډوکو کې ذخیره کېږي؛ چې د هډوکو او غاښونو له جوړښت او کړنلارو څخه ملاتړ کوي. چې پاتې کلسیم د وجود په نورو غړو لکه: د عضلاتو حرکت او وینې په ډېروالي کې د ایمیني سییتم له لارې مصرفېږي.

سره له دې چې کلیسم د روغتیا له پاره د وجود له مهمو منرالونو څخه شمېرل کېږي، ییا هم ډېری خلک یې  تر اوسه اړه په سم معلومات نه لري. اوس په نړۍ کې ۶۸ سلنه خلک د کلسیمو له کموالي سره مخ دي. چې له هغې ډلې څخه په ځوانو هلکانو او نجونو اوهغه ښځې چې عمر یې له ۵۰ کلو لوړ او سړي چې عمر یې ۷۰ کلو څخه لوړ دی؛ د کلسیمو له شدید کموالي سره مخ دي. هغه کسان ډېر د کلسیمو له کموالي سره مخ دي، چې ترکارۍ ډېرې او لبنیات کم کاروي. او نور هغه لاملونه چې د کلسیمو د کموالي لامل کېږي په لاندې ډول دی:
۱ـ د ویټامین ( ډي) کموالی

۲ـ د مګنیزیم کموالی

۳ـ د سودیم ډېره کارونه

۴ـ د فسفر ډېره کارونه چې په نوشابو کې ډېر پیدا کېږي.

۵: د پاراتیروئید غیر طبیعي کارونه

۶ـ د نشه یي موادو کارونه
د هغه لاملونه دي چې له امله یې وجود د کلسیمو له کموالي سره مخ کېږی.

د کلسیمو د کموالي له امله له بېلا بېلو ناروغیو سره مخ کېږو، د کلسیمو د کموالي نښې عبارت دي له: بې حسۍ، د ګوتو د سرونو سوخت، بې حالي، د اشتها کموالی، د نوکانو کمزوورتیا او ماتېدل او کله چې د کلسیمو کموالی له حده زیات شي، له دغو حالتونو سره مخ کېږو: ذهني کمزورتیا، اصطراب او افسرده ګي، د غاښونو رژیدل، د زړه ټکان، د سینې په قفس کې درد، د پوستکي وچوالی، د وینې لخته کېدل، د هډوکو پوکي، د ماشومانو نه غټېدل او ... نورې نښې هم دي.
د کلسیمو د کموالي په صورت کې د هډوکو له بېلا بېلو ناروغیو سره مخ کېږئ او ستاسې د هډوکو د ماتېدو لامل کېږي. له دې سره د کومو کسانو چې کلسیم کم وي د غاښونو له ماتېدو او د وینې له کموالي سره هم مخ کېږئ. د دې ناوغیو د مخنیوي له پاره خپل کلسیم پوره کړئ او د کلسیمو د پوره کېدو له پاره لبنیاتي خواړه و کاروئ.     <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200922_155439_877.sdocx-->