تېر ترخه یادونه څه ډول هېر کړو؟


ژوند د ستونزو او خوښیو ټولګه ده، د هر انسان په ژوند کې خوښي او ستونزې راځي؛ چې ځینې ستونزې بیا داسې وي چې د هغو هېرول د انسان له پاره ستونزمن وي او هغه ترخه یادونه یې له ذهنه نه لیرې کېږي او په ټول ژوند کې یې ځوروي. دا چې تېر ترخه یادونه څه ډول هېر کړو؟ په دې ځای کې به یې په پنځو مواردو کې د هېرولو لارې چارې بیان کړو.
۱ـ خپل فکر ته بدلون ورکړئ: که تاسې تل د خپلو تېرو ترخو یادونو پا اړه فکر وکړئ او هغه یاد کړئ دا چاره نوره هم ستاسې په ژوند منفي اغېزه کوي. د تېرو یادونو په اړه فکر کول تاسې نور هم خوابدي کوي او دژوند خوشحالي درڅخه اخلي. ځکه څومره چې یوه بده پېښه په فکر کې تاووې را تاووې هغه دې نور هم خوابدی کوی. پرته له درده د تېرو یادونو یادول بل څه نه درکوي. د تېرو بدو او ترخو خاطرو د یادولو پر ځای د راتلونکي په اړه فکر وکړئ. مثبت فکر وکړئ او ځان ته خپله روحیه ورکړئ. دا جمله له خان سره تکرار کړۍ، هغه څه چې تېر شوي هغه تېر شوه؛ بیا نه راځي او د هغو یادول ماته له زیانه پرته کومه ګټه نه لري. زه پیاوړې یا پیاوړ یم، زه کولای شم په ژوند کې ډېر ښه کارونه وکړم، تېر ترخه یادونه نه شي کولای زما د راتلونکي د پرمختګونو مخه ونیسي.

۲ـ له ځینې دوستانو سره مو رابطه مه ساتئ: که غواړئ، چې خپل تېر ترخه یادونه هېر کړئ او منفي فکرونه مو له ذهنه لیرې کړئ؛ اړینه ده چې ملګرو او خپلوانو سره مو خپله اړیکه له منځه یوسئ، چې منفي فکر لری او تاسې ته ستاسې تېر ترخه یادونه در یادوي. دا کار به ستاسې له پاره ستونزمن وي؛ خو دا ستا د پرمختګ او روښانه راتلونکي له پاره اړینه ده. هغه کسان چې د دې هڅه کوي، تاسې ته ستاسې تېر ترخه یادونه در یاد کړي له هغو سره اړیکه مه ساتئ او خبرو ته یې غوږ مه نیسئ.

۳ـ د ځان له پاره موخه و ټاکئ: د دې له پاره چې خپل تېر ترخه یادونه هېر کړئ؛ باید د راتلونکي ژوند له پاره ځان ته یوه مشخصه موخه و ټاکئ. داسې فکر مه کوئ، هغه ستونزې چې ستاسې په ژوند کې راغلي هغه به د تل له پاره وي او نور ستاسې ژوند پای ته ورسېده. له ژوند سره مبارزه وکړئ او د ځان له پاره لویې او کوچنۍموخې وټاکئ.

۴ـ بخښنه زده کړئ: یو شی چې په ذهني لحاظ ډېری خلک ځوروي؛ هغه د نورو نه بخښل دي. له نورو سره کینه کول او د هغو نه بخښل تر هر څه ډېر تاسې ځوروي. د نورو نه بخښل ستاسې د زړه خوړلو په مانا دي. د نورو نه بخښل یوازې زموږ د خپل زړه خوړلو په مانا دي.

د تېرو ترخو یادونو د هېرولو له پاره غوره لار د هغو کسانو بخښل دي؛ چې ستاسې په حق کې یې ظلم کړی وي. سره له دې چې د دې کار هېرول ډېر ستونزمن دي. خو دا کار ستاسې د تېرو ترخو یادونو  د هېرولو له پاره یوه غوره لار ده. د ژوند دا کرکه او نفرت په مینه او ملګرتیا بدل کړئ. دا مینه او ملګرتیا به له ټولو زیاته ستاسې په نفع وي.

۵ـ د نورو د خبر تر تاثیر لاندې مه راځئ: تر اوسه پورې مو په ژوند کې داسې احساس کړی؛ چې په ژوند کې تاسې هېڅوک نه شي درک کولای؟ که په دې برخه کې ستاسې نظر مثبت وي، هغه فکر چې تاسې یې کوئ هغوی هغه فکر نه کوي. تاسې چاته اړتیا نه لرئ او چا د خبرو په کیسه کې مه کېږئ. کوم کار چې تاسې یې په ژوند کې کوئ اړینه نه ده، چې ټول دې ستاسې د کارونو په اړه مثبت نظر ورکړي. نو د نورو خبرو او نظرونو ته ډېر اهمیت مه ورکوئ او د خلکو د منفي نظریو تر تاثیز لاندې مه راځئ.

په پایله کې دا ویلای شو، چې که غواړئ خوشحاله ژوند ولرئ، نو خپل تېر ترخه یادونه هېر کړئ او د هغو ترخو یادونو د هېرولو له پاره اړینه ده، چې دا پنځه موارد په نظر کې ونیسئ او عملي یې کړئ.