روهي (نۍ/۲۹ د وږي)، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال طالب چارواکي سيد اکبر اغا او ځيني نور په برېښنايي پېژند پاڼو کې د پلار نوم سربېره د مور نوم لېکلو سره مخالفت ښيي او غربي کړنه يې بولي.
امريکا غږ اشنا وېب پاڼې د سید اکبر آغا له خولې لیکلي دي چې په برېښنايي پېژند پاڼو کې د مور نوم لېکل بې ناموسي او بې عزتي ده چې بايد وانه لېکل شي.
خو په ورته وخت کې ځيني نور دیني عالمان وايي چې برېښنايي پېژند پاڼو کې د مور نوم لېکل کومه شرعي منع نه لري او ستونزه په کې نشته.
د يو شمېر افغان مېرمنو له غوښتنې وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ په برېښنايي پېژند پاڼو کې د مور نوم د لیکلو طرحه تایید کړه.
په دې اړه د ولسمشر وياند صديق صديقي پر ټویټر لیکلي دي، "جمهوررئيس غني د فرمان له لارې د نفوس د احوالو د ثبت قانون په ځينو مادو کې زیاتوالی او تعدیل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینې تصویب کړی و، توشیح کړ. د جمهوري ریاست د دې فرمان پربنسټ د مور نوم په تذکره کې په رسمي توګه د ټولو فردي مشخصاتو ترڅنګ درج کېږي."
له دې وړاندې د قوم او ملت لېکل برېښنايي پېژند پاڼو کې د ناندريو موضوګانې وايي چې د ډیر وخت لپاره يې دغه بهیر له ستونزو سره مخ کړی وو. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200919_152344_648.sdocx-->
وروستي