یوه ماشوم ته لویه سزا!


کله چې له یوه ماشوم څخه د هغه ماشومتوب واخیستل شي او هغه له خپل مشومتوب څخه محروم شي دا د یوه ماشوم له پاره د ژوند تر ټولو لویه سزا ده. دا چې له یوه ماشومه د هغه ماشومتوب څنګه اخیستل کېږي او له هغه څخه یې ماشومتوب اخیستل څه مانا لري؟ په څو کرښو کې به دې پوښتنو ته ځواب و وایو.

زموږ په ټولنه کې ډېری کورنۍ خپل ماشومان له ماشومتوبه بې برخې کوي، چې دا د یوه ماشوم له پاره د ژوند تر ټولو لویه سزا ده، چې دا محرومیت یې پر ژوند ناوړه اغېزې کوي او په ژوند کې یې پرمختګ ته نه پریږي. 

له یوه ماشومه د هغه ماشومتوب اخیستل دا مانا لري، چې هغه په ماشومتوب کې د ماشومتوب له حقوقو بې برخې کړې، د ماشومتوب له مینې یې بې برخې کړې، هغه له خپلو لوبو او شوخۍ څخه بې برخې کړې. ماشوم ته د ماشوم په سترګه نه د یو لوی انسان په سترګه وګورې. چې دا ټول پر یوه ماشوم باندې پر روانې لحاظ بده اغېز کوي او هغه بې جراته او بې زړه لویږي. چې دا د دې لامل کېږي، چې په راتلونکي کې د ژوند له ډېروپرمختګونو بې برخې شي. 

دا زموږ یو دود ګرځېدلی، چې پر ماشوم حاکمیت وکړو او ماشوم محکوم و ګرځوو. پر ماشوم بې ځایه غوسه او قهر دهغه وهل ټکول او هغه د ماشومتوب له مینې بې برخې کول، یو عام دود دی چې زموږ خلک یې کوي. یوه ماشوم ته د هغه د ژوند لویه شتمني د هغه ماشومتوب ده، کله چې له هغه څخه دا شتمني واخیستل شی هغه په ژوند کې ډېر بېوزله کېږي او د دې بېوززلۍ اغېزې یې په راتلونکي ژوند کې پاتې کېږي، چې له امله یې راتلونکی ژوند زیانمنېږي. نو هېڅکله له یوه ماشومه د هغه ماشومتوب مه اخلئ او د ژوند دا لویه سزا مه ورکوئ او د هغه ماشومتوب او راتلونکی مه بربادوئ! 

یو بل لامل چې زموږ د ټولنې ماشومان یې له ماشومتوبه بې برخي کړي، هغه دا ده چې پر ماشومانو باندې په ماشومتوب کې مزدوري کوي او کور ته د ډوډۍ راوړلو مسؤلیت ورکول کېږي، چې له امله ماشومان له زده کړو او خپل ماشومتوب څخه پاتې کېږی. زموږ په بېوزله او جنګ ځپلې ټولنه کې تر ټولو بد لامل هم دا دی، چې ماشومان له خپل ماشومتوبه بې برخې کوي. 

په پایله کې به دا و وایو چې هر څوک باید دې ته پاملرنه وکړي، چې د خپلو ماشومانو او نورو ماشومانو ماشومتوب ترې وا نه خلو تر څو ماشوم په ښه ډول و روزل شي.