د صلاح الدين رباني او عطا محمد نور په جنجالونو کې له عطا برهان الدين رباني هېر شوی! 

له تېرو څو مياشتو راهيسې د صلاح الدين رباني او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ترمنځ سياسي کړکېچ د نظر ژور اختلاف رامنځ ته شوی دی. د عطا محمد نور او صلاح الدين رباني جنجال د جمعيت ګوند د مشرۍ پر سر دی. 

عطا محمد نور او صلاح الدين رباني چې له تېرو ۱۹ کالونو سره نېږې سياسي ملګري خو اوس سر ورارن شوي دي. عطا محمد نور صلاح الدين رباني نور د جمعيت ګوند د رئيس په توګه نه مني او بيا صلاح الدين رباني عطا محمد نور د ګوند له غړېتوب لېرې کړی دی. 

احمد شاه مسعود، برهان الدين رباني، محمد قسيم فهيم او د پخواني شمال ټلوالې يو شمېر نورې څېرې د جمعيتيانو د تړنې ګډې څېرې وې، خو اوس د عطا محمد نور او صلاح الدين رباني په جنجالونو کې له عطا محمد نور برهان الدين رباني هم هېر شوی دی. 

نن کابل کې د برهان الدين رباني د مړينې نهم تلين ولمانځل شو، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد محقق او يو شمېر نور په دې مراسمو کې برخه اخېستې وه، خو عطا محمد نور په کې شتون نه درلود. 

نه يوازې چې عطا محمد نور د برهان الدين رباني د مړينې تلين غونډې ته نه وو ورغلی، بلکې پر خپلې فېسبوک پاڼې يې هم د برهان الدين رباني د مړينې د کليزې په اړه کوم پيغام نه دی خپور کړی. 

د عطا محمد نور د نه ګډون يو لامل دا ښوودل کيږي چې صلاح الدين رباني د خپل پلار د مړينې په تيلن غونډه کې د ګډون لپاره ډېری سياسي مشرانو کورونو ته ورغلی وو او دوی يې دعوت کړي وو، خو د بلخ پخواني والي ته يې دعوت نه دی ورکړی.