پنځه هغه ناروغۍ چې د جنسي اړيکو په واسطه له منځه ځي


د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې او په ځانګړي ډول کوروالی کول نه يوازې جنسي غريزه اراموي، د بچيانو د پيدا کېدو لار ده، بلکې يو شمېر ناروغۍ هم په اسانۍ د جنسي اړيکو په وسيله له منځه ځي او درملنه يې کېږي.
 
دغه لېکنه چې پنځه هغه ناروغۍ درته ښييو چې شونې ده د جنسي اړيکو له لارې يې يا مخه ونېول شي او يا دا چې، که شتون ولري نو درملنه يې وشي.
 
۱- د زړه حمله يا heart attack: يوې څېړنې ښوودلې ده چې که چیرې يو کس مياشت کې څلور ځلې کوروالی کوي، نو د زړې د حملې شونتيا يې نيم په نيم يا پنځوس سلنه کمېږي. کوروالی کولی شي، چې په طعبيي ډول د زړه د حملې چې يوه وژونکې ناروغې ده مخه يې ونېسي.
 
۲- د سر درد: يوې څېړنې چې نېږدې لس زره کسانو په کې برخه اخیستې ويلي دي، چې ۶۰ سلنه کسانو چې سردردي لري او د سر دردۍ پر وخت يې  جنسي اړيکې تر سره کړي نو سر دري يې ورکه شوي.
 
۳- د اندېښنو ورکېدل: د ښځې او خاوند ترمنځ د ګډ ژوند يوه ستره ګټه پر يو او بل باور، د راز شرکېدل چې په پايله کې تشويش او اندېښنې له منځه ځي. که چېرې ښځه او خاوند په ټولنيز ژوند کې جګيرخون وي، نو جنسي اړيکې کولی شي چې په مسقیم ډول دغه تشويش او اندېښنې له منځه وړی شي.
 
۴- بې خوبي: جنسي اړيکې او کوروالی کولی شي چې بې خوبي له منځه یوسي او د يو منظم خوب لامل شي.
 
۵- څېړنې ښيي چې که چېرې يو کس زکام ولري نو په اوونۍ کې دوه ځلې کوروالی د وجود دفاعي سیستم لوړوي او زکام يا انفلونزا مخه نېول کيږي.