عبدالله: سوله د مسعود او رباني ستره هيله وه؛ سولې خبرو کې د دوی لار تعقيبو

روهي (جمعه/۱۸ د وږي)، د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح، د حکومت د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمعيت ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني، ملي دفاع چارسمبال وزير اسدالله خالد او يو شمېر په شتون کې د برهان الدين رباني د مړينې د نهم تلين غونډې مراسم تر سره شول.
 
د برهان الدين رباني د مړينې د نهمې کليزې په اړه د مصالحې عالي شورا په خبرپاڼې کې ويل شوي دي‌، چې سولې خبرو کې به دوی د احمد شاه مسعود او برهان الدين رباني لارې غوره کړي.
عبدالله عبدالله لیکلي دي چې د سولې شهید برهان الدين رباني د سولې ارمانجن وو او په هېواد کې له سیاسي او ټولنیزو نابرابريو پر وړاندې يې مبارزه کوله او ورته د زغم وړ نه وې.
عبدالله عبدالله وايي چې برهان الدين رباني او احمد شاه مسعود د طالبانو پر منځ ته راتګ سره د مقاومت جبهه جوړه او تر هغې يې جګړه وکړه ترڅو چې يې طالبان مات کړل.
برهان الدين رباني د افغانستان د کورنیو جکړو پر وخت د جګړې مهم اړخ وو او نهه کاله وړاندې کابل کې په يو ځانمرګي برید کې ووژل شو. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200918_154751_690.sdocx-->