ولس ته د صالح ډاډ: سوله راتلونکې ده

روهي (جمعه/۲۸ د وږي)، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې یوه باعزته سوله راتلونکې ده او ولس به دغه هيلې ته ورسیږي.
 
د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح نن ورځ کابل کې د شمال ټلوالې د پخواني وژل مشر برهان الدين رباني د مړينې په نهم تلین غونډه کې وینا کوله او ويلي دي چې باعزته سولې ته نیږدې شوې يو.
 
صالح وايي چې دا ثابته شوې ده چې که چېرې سل کاله هم سره جګړه وکړو، خو اخير به هم سره خبرو ته
کېنو او سوله به کوو.
 
دغه ناسته کې بيا د برهان الدين رباني زوی صلاح الدين رباني د سولې بين الافغاني خبرو کې د جمعيت ګوند پر رول او برخې ټېنګار کړی دی.