روهي (پنځه نۍ/۲۷ د وږي)، همدا اوونۍ رسنیو له بلخ ولايت څخه راپورونه خپاره کړل چې پر يوې ۱۵ جينۍ د خپلې کورنۍ اوو غړو ډله ييز جنسي تېری کړی.
د یادې پيښې په ولسمشر مشر محمد اشرف غني ملي امینت او لويې څارنوالۍ ته د پېښې د بیا ارزونې لارښوونه کړې.
"د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، په بلخ کې پر یوې ځوانې نجلۍ د ډله ییز تېري په اړه د طلوع نیوز د راپور تر خپرېدو وروسته د هیواد لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت ادارو ته د دغې قضیې د بیا ارزولو دستور ورکړی.
جمهوررئیس د یادې قضیې په اړه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره د هیواد لویه څارنوالي او ملي امنیت موظف کړل چې سملاسي په دې برخه کې اقدامات وکړي.
حکومت په ابتدایي ډول د هغې نجلۍ روغتیایي وضعیت ته د رسېدو لپاره چې د ډله ییز تېري قرباني بلل کېږي په ګډون دې قضیې ته د رسېدو په موخه عملي اقدامات هم کړي او دا مهال یاده نجلۍ د ملي امنیت روغتون (امان الله خان) کې تر درملنې لاندې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ښځو او ماشومانو په ګډون د خپلو هیوادوالو د عدالت او بشري حقونو تامین ته ژمن دی او له قانون څخه سرغړونکو پر وړاندې به له هېڅ ډول اقدام څخه دریغ ونه کړي."<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200917_211755_584.sdocx-->
وروستي