
روهي (پنځه نۍ/۲۷ د وژي)، افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر نن د ملي دفاع چارسمبال وزير اسدالله خالد سره لغمان ته تللی وو.
نوموړي دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرو بریا ته هیله ښوودلې او ويلي دي چې قناعت ورکوونکې ښکاري.
نوموړي همدا ډول هېواد کې د ولسي وګړو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښوولې او له طالبانو يې غوښتي چې تاوتريخوالی دې کم کړي.
سکاټ مېلر دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې دوحه کې د سولې خبرې روانې خو تر اوسه ښکېلې غاړې پر اجنډا هوکړې ته نه دي رسېدلې<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200917_205637_028.sdocx-->