د عامې روغتيا وزارت خبرداری: هوا سړه شوې؛ دې سره د کرونا ويروس دويمه څپه راځي


روهي (پنځه نۍ/۲۷ د وږي)، د هېواد روغتيا وزارت خبرداری ورکوي چې د هوا په سړېدو سره د کرونا ويروس مثبتې پيښې زیاتیږي او د ويروس د دويمې څپې د راتګ شونتيا شته.
 
عامې روغتيا وزارت رسنيو ته ويلي دي چې په لويه کې په تیرو څو اونیو کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر څلور سلنه پورته شوی دی.
د روغتيا وزارت مرستیالې معصومه جعفري په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي،  "په مخکینیو اوونیو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د وروستیو اوونیو په پرتله لږې وې خو په تېره اوونۍ کې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی، موږ دا غواړو چې خلک روغتیايي ټکي جدي ونیسي چې دغه ویروس کنټرول کړو، که روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه شي، ممکن په ساړه فصل کې ډېر خپورشي او موږ به د دغه ویروس د دوهمې څپې د راتلو شاهدان و اوسو."
روغتيا وزارت دا خبرداری هم ورکړی دی چې که چېرې خلک روغتيايي سپارښتنې پلې نه کړي، نو د ويروس دویمه څپه به له لومړۍ ډېره مرګوني وي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200917_085436_499.sdocx-->