پنجاپی استعمارچیانو د پښتنو څخه جامې وایستلې ، د پښتنو په کورنو ننوتل ، د پښتنو عزتونه یې لوټ کړل ، ښځې یې د ځانو سره بوتلې ، د پښتنو کلي او کورونه یې وران کړل ، په دوی یې راز راز لکه کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې استعمال کړې او نور.
د زغم وخت تیر شوی دی. اوس د پنجاپی پوځ د ظلم او تیري څخه خورا په تنګ راغلي او اوس دې ته اړ شوي دي. چې د پنجاپ استعماري واکمنی په وړاندې سخت غبرګون وښيي او د ازاد پښتونستان بیرغ اوچت کړي.
پنجاپی استعمار نه یوازې د پښتنو سیاسي ازادي سلب کړی او د دوی سیمه او هیواد یې په زور او دوکه سره اشغال کړی بلکې د پښتنو طبعی منابع هم د پنجاپ لوټوي. د پښتنو سیمې د طبعي منابعو له مخې په نړۍ کې غني سیمې دي مګر دا منابع ټول پنجاب ته وړل کیږي خو خپله پښتانه په لوږه کې ژوند کوي.
اوس په ټوله پښتونخوا کې د پنجاپی استعمار په وړاندې پراخ لاریونونه روان دي او خلک د پنجاپي پوځ او ادارې په وړاندې شعارونه ورکوي او د نړیوالو څخه غواړي چې په پنجاپی استعماري اداره باندې فشار رواړي تر د پښتنو خپلواکي په رسمیت وپیژني.
د پښتنو په وړاندې د پنجاپی استعمار ظلمونه او جنایتونه بیساري او زړه بوګنونکي دي .
د وزیرستان په شکتوی سیمه کې خلک د کلیو را وایستل شول نارینه یې بوتلل ، جامې یې ترې وباسلې او په بیرحمانه توګه یې ووهل . مګر پنجاپی پوځ ښځې بلې خواته بوتلې. پښتانه دا عادت لري چې د بیعزتۍ له پیښو منکر کیږي .
همدارنګه شمالي وزیرستان د لنډ محمدخیل – دته خیل په توی ( خوړ کې ) کې د نیږدې پنځوسو موټرو سوارلی راکښته کړل شوې ښځې یوې خوا ته بوتللې او سړی بلې خواته . پنجاپیانو د سړیو څخه جامې وایستلې او داسې څه یې ورسره وکړل چې چا یی فکر هم نه کاوه.
دوی د خلکو کورونو و پلټل او د دوی کورونه یې تالان کړل د ښځو سره زر او ګاڼې یې یوړې.
په ملکي خلکو باندې ظلم او تشدد کومه نوي پیښه نده بلکې دا ډول پیښې په سوات ، باجوړ ، مومندو ، اورکزیو ، وزیرستان ، جنوبی پښتونخوا ، دیر او نورو سیمو کې د پنجاپی پوځ له خوا رامنځته شوي دي.
اوس د خپل هیواد او شتمنې خو څه کوې د خپلو ناموسونو اختیار هم نلري د دوی ښځې چې پنجاپی عسکر هرې خواته روانې کړي کړي دوی څه نه شي ویلی.
نږدې ۱۵۰۰۰ پښتنې پیغلې د پنجاپی پوځیانو له خوا تښتول شوي دي. ددې ښځو څخه د پوځ په بارکونو کې د جنسي وینځو ، د پوځيانو په کورونو د وینځو او په فاحشه خانو کې ساتل کیږي . د پنجاپی پوځ له خوا په لس ګونو زره بیګناه پښتانه شهیدان کړل شوي په زرګونو کلی یې وران کړل شوي دي.
ددې ټولو پیښو څخه جوتیږي چې پنجاپی پوځ غواړي د پښتنو روحیه ماته کړي تر څو خپل ځانونه د بې ارزښته انسانانو په توګه ورته معلوم شی او فکر وکړي چې دوی بل څه ندي بلکې د پنجاپ مرییان او مزدوران دي.
پنجاپیان غواړي چې پښتانه داسې بیغیرته او بیوسه کړي چې حتی د خپل ناموس پوښتنه هم د پنجاپی څخه ونشي کړای.
که څه هم په تیرو څو لسیزو کې پنجاپ هڅه وکړه چې پښتنو کې د ازادی غوښتنې روحیه ووژني او دوی په دې فکر کړي چې همدا پنجاپ دی چې د اسلام قلعه بلل کیږی. او پښتانه باید د پنجاپ اوامر ته غاړه کیږدي.
په همدې منظور پنجاپیانو په پښتني سیمو کې تش په نامه اسلامي ګوندونه لکه د فضل الرحمن ، قاضي حسین احمد او نورو تر مشری رامنځته کړل ددې ګوندونو دنده د اصلي موخې یعنی د ازادی غوښتنې څخه د پښتنو منحرف کول و.
همدا خبره ده کله چې پنجاپی پوځ قرارګاه پوهه شوه چې د جنرال ضیاالحق پالیسي او ستراتیژي اوس د ماتي سره مخامخ ده نو هغه هم د پښتنو په ضد په نوي ستراتیژی او پالیسي کار وکړ.
ددې موخې د پاره پنجاپی پوځ د پښتنو په ضد مختلف پوځي عملیات پلان کړل. یو له دې عملیاتو څخه په شمالی وزیرستان کې د ضرب غضب عملیات دي چې نږدې ۳۵۰۰۰ پلي پوځیانو ، همدارنګه هوایی ، توپچي او زغره والو وسایطو په کې برخه اخیستي وه.
دوی په ډیره بیرحمانه توګه نږدې اویا زره پښتانه دلته ووژل او په میلیونو یې دې ته اړ کړل چې خپلې سیمې پریږدي. ډیرې پیغلې پنجاپی پوځیانو د ځانه سره بوتلې اوس هم د دوی درک نه شته.
په روانه پیړۍ کې د شمالي وزیرستان پوځي اپریشن تر ټولو وحشیانه او ځپونکي و.
په دې ډول یې د شمالي وزیرستان څخه بې ځایه شوو خلکو د پاره د بکاخیل په سوځنده دښته کې کیمپ جوړ کړ. په زرګونو کډې یې هلته په زور ځای په ځای کړې. دا یو زندان دی چې هیڅ وګړی تر بهر نه شي راوتلی. او هم څوک د خپلو خپلوانو پوښتنه کولی شي. د کیمپ شاوخوا ځای په ځای شوي پوځیان د دې کیمپ د اوسیدونکو په عزتونو باندې تیري کوي او هغوی ځوروي.
تر اوسه د نړیوالو بشري حقوقو د ستاتنې یوه ارګان هم د بکاخیل د کیمپ د اوسیدونکو د ناوړه حالت څخه لیدنه ونه کړه او په دې هکله خپل غوږونه کاڼه او سترګې پټوي.
په نړۍ کې داسې څوک نه شته چې د بکاخیل د کیمپ د زندانیانو غږ واوري.
پنجاپ په ټولو پښتني سیمو کې ډیر وحشي پوځی عملیات تر سره کړل . په شمالي وزیرستان کې یې په اتومي موادو ککړ بمونه استعمال کړل، تر څو څو نه یوازې انسانان له منځه یوسي ، بلکې د ژوند چاپیریال هم تخریب کړي. خو بیا پنجاپی استعمار ونه توانید چې د پوځي عملیاتو او رواني جګړو له امله پښتون اولس مات کړي.
پنجاپی پوځ په پښتني کلیو باندې هر ډول وسلې د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو په ګډون استعمال کړې په سلګونو زرو خلک یی ووژل ، په لسګونو زرو یې تري تم کړل . په زرګونو کلي یې وران کړل په ټوله پښتونخوا ( د افغانستان او جنوبی پښتونخوا په ګډون ) یې داسې کور او کلی یې پرینښود چې د پنجاپ د لاسه یې داغ لیدلی نه وي.
د پنجاپی پوځ جرمونه او جنایتونه په باجوړ ، دیر ، سوات ، مومند ایجنسی ، دره ، وزیرستان ، اورکزیو ایجنسی او جنوبی پښتونخوا کې د نړی په تاریخ کې بیساري دي.
اوس دا ښکاره خبره ده چې پښتانه نور د تور پنجاپی ظلم ورته د زغم وړ ندي. پښتانه اوس اړ دي چې ددې ظلم او جنایت څخه ځانونه ونژغوری.
عدم تشدد پالیسي:
یو شمیر کسان تر اوسه په دې فکر کې دي چې دوی کیدای شي د عدم تشدد پالیسي له لارې د پنجاپی ظلم او تیري څخه خلاص شي . مګر په تیرو نږدې اتیاو کلونو کې دا په ډاګه شوه چې دا پالیسي د پښتنو په زیان او د پنجاپي استعمار په ګټه وه. دا پالیسي داسې ترتیب شوي ده چې پښتانه لکه د پسونو په شان د قصاب له پاره وتړل شي.
په تیرو نږدې اتیاو کلونو کې پنجاپی استعمار د پښتنو ځپلو د پاره د ډیر وحشت څخه کار اخیستي دی داسې وحشتونه په ټوله نړۍ کې یې ساری نه لیدل کیږي خو په مقابل کې د عدم تشدد ډنډورچیانو سترګې پرې پټې او غوږونه کاڼه کړي دي.
د عدم تشدد پالیسی هغه وخت اغیزمنه تمامیدای شي چې مقابل لوری هم د تشدد څخه کار وانخلي. خو که چیرې مقابل لوری د تشدد څخه کار اخلي بیا په هغه مهال کې دا پالیسي خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
که څه هم پنجاپی استعمار هڅه کوي چې د خپلو ګوډاګیانو له لارې د عدم تشدد ډنډورې ووهي او په دې ډول د پنجاپي استعمار په وړاندې د پښتنو غوصه سړه کړي مګر بیا هم ډیر خلک هڅه کوي چې په دې پالیسي باندې د سره کتنه وشي.
د پښتونستان ازادی بیرغ پورته کول:
د انګریزي – پنجاپی استعمار څخه د ژغورلو د پاره یوازینۍ لارې په توګه ، د پښتونستان د ازادی بیرغ د اوچتولو لار د حاجي میرزالي خان له خوا رامنځته کړل شوه.
دا پالیسي په ۱۹۴۷ کال د بنو په لویه جرګه کې تصویب او حاجی میرزالي خان ته واک ورکړل شو چې د ازاد پښتونستان د جوړولو د پاره عملي ګامونه پورته کړي.
خو انګریز او پنجاپی په ډیر مهارت او دین په نامه د شعارونو په ورکولو او د یو شمیر خاینو او مزدورو مشرانو او سیاستوالو په مرسته یې د ایپی فقیر حاجی میرزالی خان د ازادي بښوونکي غورځنګ په لاره کې خنډونه راپیدا کړل.
مګر په زرګونو ځوانان او په سل ګونو زرو خلک د حاجی میرزالی خان په لاره اوس هم روان او هڅه کوي چې پنجاپی استعمار ته د ټوپک په زور ماتي ورکړي.
ستر پښتون مارش :
د ازاد ، متحد او خپلواک پښتونستان د جوړیدو د پاره د شرایطو سره سم ستراتیژی او پالیسی رامنځته کیدای شي خو کیدای شي ددې ستراتیژی د تطبیق لومړنی او مهم ګام ستر تاریخی مارش وي.
اوس اکثریت پښتانه په دې انتظار دي چې د پنجاپی استعمار واک پای ته ورسیږی او پښتانه خپل ازاد هیواد او واک ولري.
د ستر خوشال د خبرې سره سم :
پس له دې نه دا عزم / د خوشال د خاطر جزم
یا نیولی مخ مکې ته / یا د مغولو سره رزم
په دې مارش کې به ټول پښتانه د اسلام اباد خواته حرکت کوي او په اسلام اباد کې به د خپلواک پښتونستان بیرغ پورته کوي. همدارنګه به د اباسین ها غاړه ټولې پښتنې سیمې د پنجاپی اختیار او واک څخه ازادوي.
دا مارش به په لاندې ډول تر سره شي:
- د پښتنو په ټولو سیمو د ازاد پښتونستان بیرغ ورپول شي
- پنجاپی پوځ او ادارې د پښتنو له سیمو په زور وایستل شي.
- د پښتنو د ازادی پوځ رامنځته کړل شي
- ددې په ځای چې د پنجاپي پوځیانو له خوا په خپل کور او کلي کې ووژل شي ښه دا ده چې پښتانه انقلابی جګړه پیل کړي.
- ددې په ځای چې پښتونخوا د جګړې ډګر واوسي باید دا جګړه پنجاپ ته ولیږدول شي.
- د پښتونستان په نوم حکومت اعلان کړل شی.
پښتانه او نور محکوم قومونه :
باید ووایو چې یوازې پښتانه په پنجاپستان کې محکوم قوم ندی بلکې د پنجاپستان استعماری ادارې تر واک لاندې بلوڅان ، سندیان ، کشمیریان هم د غلامی او مریتوب ژوند تیروي.
دا ملتونه په ډیره میړانه د پنجاپی استعمار په ضد جنګیږي او په دې لاره کې یې په سلګونو زره تنه تلفات ورکړي دي او د دوی جګړه اوس هم روانه ده.
همدا خبره ده چې پښتون مشرتوب باید پورتنیو قومونو سره ګډه پالیسی او ستراتیژی رامنځته کړي او د ګډ عمل په تر سره کولو سره پنجاپی استعماري ادارې ټغر ورټول او د سیمې خلک ددې ستر ناسور څخه وژغوري.
د استعمار لاندې ټولو قومونو ( سندیان ، بلوڅان ،....) سره یو ځای د پنجاپي استعمار په ضد پراخ مارش تر سره کړي.
سیمه ایز او نړیوال غبرګون:
د پښتنو په وړاندې د پنجاپی استعمار ظلمونه او لوټ بیساری دی. خو له بده مرغه نړیواله ټولنه او د لویدیز دولتونه ورباندې سترګې پټوي ، مګر د هغې په خلاف د پنجاپی استعمار سره د مظلومو خلکو په وړاندې مرستې جاري ساتي.
ددې مارش په وړاندې کیدای شي د سیمی او نړۍ له خوا مختلف غبرګونونه رامنځته شي.
- امریکا به د پنجاپی پوځ د سمبالولو د پاره خپله مرسته زیاته کړي او هم ددې فاسد حکومت د نسکوریدو څخه د جلوګیري له پاره به میلیاردونو مرسته وکړي.
- په نړیواله سویه به د پنجاپ استعماري ادارې څخه ملاتړ وکړي .
- امریکا د پنجاپ سره د پښتنو په ځپلو کې هر اړخیزه مرسته کړي ده.
- که چیرې انقلابی او ازادی بښوونکی مارش پیل شي ډیر کیدای شي امریکا خپل متحدین به د پنجاپ ملاتړ ته راوبولي.
- کیدای شي خپل پوځونه د پنجاپ څخه د ملاتړ د پاره په هغه سیمه کې ننباسي.
- خپل ټول امکانات به د پنجاپ څخه د دفاع په لار کې ولګوي.
- تهران هیڅکله دا نه غواړي چې په سیمه کې د پښتنو یو ځواکمن هیواد رامنځته شي.
- کیدای شي د پنجاپ استعمار د نسکوریدو ملاتړی نه واوسي
- هندی پنجاپیان به د پاکستانی پنجاپیانو سره مرسته وکړي.
- د کابل ارګ د امیر عبدالرحمن خان څخه تر ننه د پنجاپی – انګریز واک د ټینګیدو د پاره کار کړی دی.
- په سختو شیبو کې د پنجاپی استعمار د ړنګیدو مخه نیولي ده ( د هند او پنجاپستان سره د جګړو په مهال ، د انګریزانو د وتلو په مهال او نور....).
- امکان لري د ازادی د مبارزینو د مشرانو په نیولو او شهید کولو سره د پنجاپستان سره مرسته وکړي . داسې ډیر مثالونه شته
- نو ځکه زیار وایستل شی چې د کابل حکومت د پنجاپستان څخه د خپل پټ ملاتړ څخه ډډه وکړي او د ازاد پښتونستان په لاره کې خنډ نشي.
اوس د عدالت غوښتنې وخت تیر شوی دی بلکې پښتانه بشپړه ازادي غواړي. دوی په دې پوه شوي دي چې په غلامۍ کې د عدالت غوښتنې غږ کومه مانا نه لري. لومړی باید د غلامۍ ځنځیرونه وشلول شي.
اوس پښتانه یوه ستر مارش ته تیاري نیسي دا مارش به د پښتنو هغه ستر لښکر ته ورته وي چې پخوا یې د خپلې ازادی د پاره تر سره کړي دي.
یوازې په ازاد پښتونستان کې د پښتنو عزت ، سر ، مال ، ژوند خوندي کیږي.