احمد ضياء مسعود: طالبان امارت غواړي نه جمهوريت؛ دوی هېڅ تغیر نه دی کړی

روهي (څلورنۍ/۲۶ د وږي)، د جمعيت ګوند مرستيال او د پخواني ولسمشر حامد کرزي پخواني لومړي مرستيال احمد ضيا مسعود د طالبانو په اړه ادعا کړې چې دوی تغير نه دی کړی.
 
نوموړي له اويست فرانس رسنۍ سره په خپلې يوې تازه مرکې کې ویلي دي، چې طالبان اوس هم د جمهوريت پر ځای د امارت نظام غواړي او تغير يې نه دی کړی.
 
مسعود ويلي چې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ غواړي په هرې بيې له طالبانو سره سوله وکړي او دې برخه کې تيار دی چې د افغانستان پر دولت فشار زيات کړي.
 
مسعود د طالبانو په اړه ادعا کړې ده چې طالبانو سوله نه غواړي بلکې دوی قدرت غواړي او د قدرت د تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي‌.
 
د احمد ضياء مسعود دا خبرداری هم ورکړی دی، چې که طالبان تغیر ونه کړي او هېواد ته راشي نو د کورنۍ جګړې د پيل شونتيا شته. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200916_082149_803.sdocx-->