د هند لومړي وزير نرېندرا مودي ولې ږیره اوږده کړې؟ لامل يې دلته ولولئ


د هندوستان لومړی وزير نرېندرا مودي په بشپړ ډول له لومړیو ږيره نه توږي او د لومړي وزير په توګه يې د کاليو ډول هم د هندوستان بومي لباس دی.
په تیرو وروستيو څو مياشتو کې د تېر په خلاف د لومړي وزير نرېندرا مودي ږيره ډېره اوږده شوې او د نوموړي په فزیکي څېرې کې يې څرګند بدلون رامنځ ته کړی دی.
د نوموړي د ږيرې د اوږدېدو په اړه د خلکو په ذهنونو کې بېلا بېلې پوښتنې او انګېرنې پيدا شوې دي. ځیني وايي چې دی يو سرسخت هندو دی او د هندو مذهب د مذهبي کسانو په ډول غواړي خپله ږيره لويه او اوږده کړي، ځیني نور بیا په دې اند دي چې نړۍ او هندوستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته نرېندرا مودي خپله ږيره اوږده کړې.
د نوموړي ځيني نېږدې کسان وايي چې د مودي د ږيرې د اوږدېدو لامل دا دی چې د غواړي د  Shivaji په څېر ښکاره شي. Shivaji د هندوستان سياسي او مذهبي څېره وه چې د هند په مهاراشټر ايالت کې نفوذ لري او سرسخت هندو رهبر پاتې شوی.
ځیني نور بیا په دې باور چې مودي د ږيرې له اوږدېدو خلکو ته دا پيغام ورکوي چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره کارونو کې پاتې شي، د ځينو کارونو او تګ راتګ چې په تېر کې يې کول، ډډه وکړي.
د مودي د ږيرې د اوږدېدو لامل د هند حکومت تر اوسه نه دی څرګند کړی خو اوس مهال ډېری ځوانان هندوستان کې په دې ډول ږيرې پرېږدي او د ورځې يو موډ جوړ شوی دی.  <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200915_175206_872.sdocx-->