بلخ کې پر ۱۵ کلنې جینۍ د خپلې کورنۍ ۷ غړو جنسي تېری کړی

روهي (درې نۍ/۲۵ د وږي)، بلخ ولایت کې پر يوې پنځلس کلنې ميرمنې د خپلې کورنۍ اوو غړو جنسي تېری کړی دی‌. ولايتي ادارې د دغه پېښې پخلی کړی.
قرباني شوې جينۍ اصلي د کابل ولايت اوسېدونکې ده چې څه وخت وړاندې يو ستر عمر لرونکي کس ته
واده شوې. ياد پنځه نارینه بچیان لري.
د قرباني شوې جينۍ پنځو ناسکه بچيانو یانې د خاوند د لومړۍ ميرمنې زامنو او دوه نورو خپلوانو يې پرې جنسي تېری کړی.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل رسنيو ته ویلي دي چې پېښه کې متهم ټول کسان نېول شوي دي.
د هېواد په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې دا ډول پېښې بې ساري نه دي او په تېر کې هم ورته بیلګې لري. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200915_162626_732.sdocx-->