پنځه هغه چارې چې د جنسي اړيکو پر وخت ميرمنې په غوسه کوي او نفرت ترې لري


د اسلام سپيڅلي دين د ښځې او خاوند د ګډ ژوند اصول تر کوروالي بیا بیان کړي او په شرعي اصول يې د جنسي اړيکو لارې چارې په ګوته کړې دي‌.
دغه لیکنه کې پنځه هغه مسايل درته په ګوته کوو چې ميرمنې يې د جنسي اړيکو پرمهال نه خوښوي او د غوسې لامل کيږي.
۱- تقلید: د اسلام په مبارک دین کې د لوڅو فلمونو او انځورونو کتل منع او سخت ګناه لري‌. همدا ډول که چېرې يو خاوند د کوروالي پر مهال د لوڅو فلمونو د صحنو تقليد کوي نو د ميرمنې د غوسې سبب کيږي او د خپل شخصیت سپکاوی ورته په کې ښکاري.
۲- د میرمنو په تناسلي آلې کې دننه يوه برخه د  G-spot په نوم ده. دغه برخه د ميرمنو د جنسي تحريک مهمه برخه ده. که چېرې خاوند يوازې په همدې برخه برخې تمرکز وکړي او هڅه يې دا وي چې له دې لارې خپله میرمن جنسي تحريک ته ورسوي، خو په حقيقت د وجود د نورو برخو له لمس پرته يوازې د جي سپاټ تحریک د ښځو لپاره نه خوښه مساله ده.
۳- جنسي اوج ته رسېدنډ: ډېرې کمې ميرمنې د کوروالي پر مهال جنسي اوج يا Orgasm ته رسيږي. که چېرې په تکرار ډول سره خاوند دا پوښتنه کوي چې ارګازم ته رسيږي او یا ولې نه رسيږي، د میرمنې د مايوسۍ لامل کېږي.
۴- لکه څنګه ډول چې سپيڅلي قران کريم هم د مياشتنۍ ناروغۍ پر مهال کوروالی منع کړی نو په دغه وخت کې میرمنې له يو ډول روحي فشار سره مخ وي، چې له کوروالي وراېخو، هر ډول جنسي تحرکي کړنې يې حوصله ختموي.
۵- په انګلېسي کې ورته foreplay وايي. foreplay په دې مانا چې کوروالي وړاندې د ميرمنې هڅونه او کوروالي ته اماده کول. که چېرې له foreplay وړاندې نیغ په نيغ کوروالی پيل شي، نو دا کړنه پر میرمنې تحميلي دی او ښايي د تحمل وړ يې نه وي.