د پاتې طالب بنديانو خوشي کول او افغانستان کې د اسلامي حکومت راتګ؛ افغان پلاوي سره د طالبانو د اجنډا مسايل دي

روهي (دوه نۍ/۲۴ د وږي)، رسنيو د طالبانو تحریک د وياند نعیم وردګ د مالوماتو پر بنسټ لیکلي دي چې د پاتې طالب بنديانو خوشي کول او افغانستان کې د اسلامي حکومت جوړول د طالبانو د اجنډا
مسايل دي.

نعيم وردګ ويلي دي چې د دوی د خبرو په اجنډا کې به تر اووه زره طالب بنديانو خوشي کول او د اسلامي نظام جوړېدل شامل وي.

تېره ورځ د طالبانو او افغان حکومت د مرکچي پلاوو دوه اته-اته کسيزې ډلې وټاکل شوې، ترڅو د بین الافغاني خبرو لپاره اجنډا جوړه کړي.

د حکومت پلاوي تر اوسه د خپلې اجنډا مسايل نه دي رسنيز کړي خو له وړاندې يې تمرکز د تیرو ۱۹ لاس ته راوړنو ساتل او د اوږد مهاله اوربند کول دي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200914_093713_988.sdoc-->