افغانستان ايران ته(سيار) سفير ورلېږلی خو ايران رد کړی


روهي (دوه نۍ/۲۴ د وږي)، د افغانستان حکومت د محمد شفق خواتي په نوم کس ايران ته د افغانستان د سيار سفير او د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه معرفي کړی خو د ایران حکومت رد کړی دی. 

د ايران بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د سيار سفير مقام تهران کې د افغانستان د سفير له مقام سره موازي وو او دوی ته يوازې هغه کس د افغانستان د سفير او ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه د منلوحدی، چې بشپړ واک او صلاحيتونه هم ولري. 

افغانستان دغه اقدام وروسته له هغې کړی دی، چې ايران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتريخوالي دوه خونړۍ پېښې رامنځ ته شوې. اوس مهال عبدالغفور لېوال تهران کې د کابل سفير دی.