عبدالله عبدالله: د پاکستان استازي راته ويلي چې پاکستان افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمښت ملاتړ کوي


روهي (یوه نۍ/۲۳ د وږي)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د قطر پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني خبرو په څنډو کې د يو شمېر بهرنيو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، «په لومړي سر کې مې د سولې خبرو اترو له پیله د پاکستان له ملاتړ او د مثبت رول څخه مننه او قدردانی وکړ او دایمي سولې ته د رسېدو په برخه کې مې د افغانستان اسلامي جهموریت د جدي ارادې ډاډ ورکړ.
ټینګار مې وکړ، چې د افغان سولې په بریالي کېدو کې د ګاونډیو هېوادونو او د نړیوالې اجماع شتون هم دی.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د بین الافغاني مذاکراتو د پیل له امله افغان دولت او ټولو افغاناتو ته مبارکي وویله او دا یې یو مثبت او تاریخي بدلون یاد کړ، نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې هېواد یې د افغان سولې له هڅو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو طرفدار دي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200913_162704_774.sdoc-->