
روهي (يوه نۍ/۲۳ د وږي)، د طالبانو د اسلامي تحریک د سولې مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم حقاني رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې د سولې خبرو بريا ته هیلې لري.
حقاني له بي بي سي په خبرو کې ويلي دي، چې د سولې خبرو پر مهال اوربند کول هغه مساله ده چې د مخامخ خبرو پر وخت به پرې بحث وشي.
تېره ورځ د افغان پلاوي په استازيتوب ډاکټر عبدالله عبدالله او د ډېری بهرنيو هېوادونو استازو ټېنګار پر دې وو، چې افغانان باید لومړی خپل منځي اوربند وکړي.
د سولې خبرې پرون په رسمي ډول پيل شوې او ټاکل شوې ده، چې سبا به د افغان حکومت او طالبانو تحريک د پلاوو ترمنځ ناسته وشي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200913_152930_161.sdoc-->