امريکا له افغانستانه ۴۱۰۰ خپل باسي

روهي (پنځه نۍ/۲۰ د وږي)، امريکايي چارواکي وايي چې د همدې کال د نومبر مياشتې پورې به له افغانستانه خپل ۴۱۰۰ پوځيان وباسي.

افغانستان کې اوس مهال د امريکايي پوځيانو شمېر ۸۶۰۰ دی چې د ۴۱۰۰ پوځيانو په بهر کېدلو سره د امريکايي پوځيانو شمېر ۴۵۰۰ تنو را کم شي.

په تېرې فبرورۍ مياشت کې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون اړوند، امريکايي ځواکونه بايد د ۱۴ مياشتو دننه له افغانستانه ووځي.  <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200910_110417_486.sdoc-->