د امرالله صالح دفتر: د تیرې ورځې برید د جمهوريت د دښمنانانو کار دی


روهي(پنځه نۍ/۲۰ د وږي)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح رسنيز دفتر مسوول رضوان مراد رسنيو ته ويلي دي چې د تیرې ورځې برید هغه چا کړی، څوګ چې د افغانستان جمهوریت سره دښمني لري.

نوموړي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "تر سولې مخکې په افغانستان کې د یوې ګډوډۍ، انارشۍ د مشرانو د له‌منځه وړلو او په افغانستان کې د هغو کسانو په نښه کولو لپاره اقدامات کېږي چې د جمهوریت ټینګ مدافع دي، د ملي ګټو مدافع دي، دا په خپله واضح کوي چې د افغانستان قسم خوړلي دښمنان د دې برید تر شا دي."

پر امرالله صالح د تیرې ورځې برید پراخه پر کور دننه او بهر کې غبرګونه راپورته کړل. طالبانو دغه برید کې لاس لرل رد کړل؛ زلمي خليلزاد، پاکستان او نورو هېوادونو پر صالح برید غندلی.


د تېرې ورځې چاودنه کې امرالله صالح برسېرن ټپي، لس کسان په کې وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200910_093332_477.sdoc-->