خليلزاد: د سولې خبرو په نېږدې کیدو د سولې دښمنان د دغه فرصت د ګډوډۍ هڅه کوي


روهي (پنځه نۍ/۲۰ د وږي)، د افغان سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد کابل کې د تېرې ورځې چاودنه غندلې او تروريستي عمل يې بللی دی.
 
نوموړي پر ټوېټر لیکلي دي چې د سولې خبرو ته په نېږدې کیدو د سولې مخالفې ډلې د رامنځ ته شوي فرصت د تخريب هڅې کوي. 

زلمي خليلزاد په دې خوښي ښوودلې ده چې له يادې پېښې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ژوندی وتلی، خو د ولسي وګړو پر مرګ ژوبلې يې اندېښنه او خواشيني ښوودلې. 
د کورنيو چارو وزارت د مالوتو پر بنسټ د تېرې ورځې چاودنه کې لس کسان وژل شوي او ۱۶ نور په کې ټپيان شوي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين رسنيو ته ويلي دي چې ډېری قربانيان ولسي وګړي دي. 

طالبانو د امرالله صالح د موټرونو پر کاروان د تېرې ورځې چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړل. تر اوسه کومې بلې وسله والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.