تیری کوونکی پوليسو نېولی؛ نوي ډيلي کې ۳۰ کلن ځوان پر ۸۶ کلنې ميرمنې جنسي تېری کړی


روهي (څلور نۍ/۱۹ د وږي)، د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې يو ۳۰ کلن ځوان پر يوې ۸۶ کلنې سپین سرې میرمنې جنسي تېری کړی دی. جنسي تېری کوونکی د پوليسو له خوا نېول شوی دی.

بي بي سي نوي ډيلي کې د ښځو چارو د کمېسيون د يوې کارمندې د مالوتو پر بنسټ لیکلي،''دغه ښځه له کوره بهر هغه سړي ته منتظره وه، چې هره ورځ د کور لپاره شېدې ترې اخلي، چې تېري کوونکی ورغلی او ورته ویلي یې دي، چې شیدو والا نن نه راځي او د شیدو پلورنځي ته د بیولو په پلمه یې له ځان سره بیولې ده.'

ښځې پر تېري کوونکي باور کړی، هغه یوې نژدې کروندې ته بیولې او هلته یې پرې جنسي تېری کړی دی."

وروسته نژدې لارویو د ښځې چیغې اورېدلې، هغه یې ژغورلې او تېري کوونکی یې پولیسو ته سپارلی دی.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200909_215341_398.sdoc-->