طالبان وايي چې پر امرالله صالح ننني بريد کې زمونږ لاس نه وو

روهي (څلور نۍ/۱۹ د وږي)، د ولسمشر پر لومړي مرستيال امرالله صالح نن سهار هغه مهال چې دی له خپل کور د دندې پر لور روان وو، د کابل ښار تايمني سيمه کې له چاودنې سره مخ شو.

چاودنه د امرالله صالح د موټرونو پر کاروان شوې، چې امرالله صالح په کې برسېرن ټپي شوی؛ لس کسان په کې وژل شوي او له لسو زيات نور په کې ټپيان شوي دي.

طالبانو د کابل نننۍ چاودنې کې خپل لاس لرل رد کړي دي. له طالبانو وراېخو کومې بلې وسله والې ډلې هم د ننني برید مسوولیت نه دی منلی.

دا چاودنه دوه ورځې وروسته د امرالله صالح له هغې مرکې کې کيږي چې له طلوع نيوز سره يې کړې وپ او د طالبانو او امريکايانو پر وړاندې يې تونده ژبه کارولې وه. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200909_210638_484.sdoc-->