ولسمشر پر خواشينی شوی؛ پر خپل لومړي مرستيال برید تروريستي عمل بللی


ولسمشر پر خواشينی شوی؛ پر خپل لومړي مرستيال برید تروريستي عمل بللی

روهي (څلور نۍ/۱۹ د وږي)، ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د موټرونو پر کاروان د نن سهار چاودنه غندلې او يو تروریستي عمل يې بللی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، په ډېرې خواشینۍ سره چې د سولې او ثبات
دښمنانو نن سهار د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټرونو چې خپل دفتر ته په لاره وو، د تروریستي برید په پایله کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.


جمهوررئیس غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال وویل، له دغې دردناکې پېښې وروسته مې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح احوال واخیست او شکر روغ رمټ دی، خو په دغه برید کې نورو هیوادوالو ته پر اوښتو ځاني او مالي زیانونو سخت خواشینی یم، د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوم.


جمهوررئیس وویل، تروریستان او د دوی بهرني ملاتړي د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره پر سوله، جمهوریت او د هیواد روښانه راتلونکي چې زموږ د هیوادوالو لویې او اساسي غوښتنې دي، د خلکو کلک باور نشي کمزوری کولی او د تروریستانو پر وړاندې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه به په جدیت او قاطعیت ادامه ولري.


جمهوررئیس اړوندو ارګانونو ته د دغې پېښې د هر اړخیزې ارزونې او د ټپیانو د درملنې د لارښوونې ترڅنګ شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200909_122314_680.sdoc-->