ولسمشره! همدا د ګډوډۍ وضعيت خوند درکوي!؟ کابل ښاريان نن د جنرال خوشحال سادات تشه احساسوي 

احمد شاه مسعود ښه انسان او که بد؛ خائن وو او کته اتل؛ هېواد يې خرڅ کړی او که ژغورلی؛ ملي څېره وه او قومي - تعصبي؛ تاريخ په اړه څرګند دی او ژوندي شواهد يې په اړه شتون لري. د احمد شاه مسعود په نوم د هغې د نېږدې ملګرو امتياز اخېستنه چې د ملي  يووالي په نوم کيږي، ولس يې له ۲۰۰۱ کال لکه د زهرو پيالې په سر اړوي. تا هم نه ملامتوي، چې د احمد شاه مسعود دستياران لکه عبدالله عبدالله او نور سره بايد واک تقسيم کړې. 

د احمد شاه مسعود په نوم د نورو ټولو ناخوالو وراېخوا، د وږي اتلسمه چې د نوموړي د مړينې ورځ ده، ولس ته توره ورځ جوړه شوې ده. د قومي تعصب له نمايش نېولي بيا تر وحشت، تاوتريخوالي، تهديد، ترس او ځنګلي قانون په څېر چارې په دې ورځ تر سره کيږي. 

د کابل ښار په ګڼ شمېر وسله وال غله، د حکومت له سترګو پټ مجرمين، انسان تښتونکي، خپلسري او قانون ماتونکي د احمد شاه مسعود د ويرکوونکو په نوم؛ د سنبلې پر اتلسمه را بهر کيږي او په کوم ډول يې چې زړه غواړي په هغې ډول خپل باربريت ولس ته ښکاره کوي. که څه هم تر شا يې د حکومت دننه او له حکومته بهر سياسي کړۍ شتون لري، خو په ظاهره د احمد شاه مسعود د وخت نېږدې کسان هم دغه کړنې چې د سنبلې پر اتلسمه تر سره کيږي، غاندي او ور سره مخالت ښيي. 

د کابل ښاريان؛ که پښتون دی، تاجک دی، ازبک او يا هزاره ده؛ د خپل ځان او مال د خوندي ساتنې په پار د وږي پر اتلسمه د خپل دفتر، هټۍ، کور او استوګن ځای دروازې تړي او له وخشت څخه د لېرې پاتې کېدو په پار، ځانونه قرنطين کوي. 

ولسمشره ښايي تا به په ژوندۍ بڼه نه وي لېدلي، خو کابل ښاريان يې شاهدان دي چې نن ورځ کابل ښار هوايي ډزو پر سر اخېستی دی، د ملي بيرغ وراېخوا د تعصب په پار د کورنيو جګړو بيرغ پورته شوی، دولتي بنسټونه په ګواښ کې دي، خلک د وحشت ننداره کوي او امنيتي ځواکونه په ډېرې بېچارګۍ خپلسرو او قانون ماتونکو ته لارې پرانېزي او امنيت يې ورته نېولی دی. 

تېر کال دې جنرال خوشحال سادات ته دا ماموريت سپارلی وو، چې د قانون په چوکاټ کې د کابل ښاريانو روحي او فزيکي امنيت وساتي. جنرال خوشحال سادات په خپل امنيت کې بريالی او خپلسرو ته يې داسې درس ورکړ چې که نن هم وای، نو چا په جرئت نه وای کړی، چې دغه وحشت يې نن نندارې ته وړاندې کړی وای.  

جنرال خوشحال سعادات د قانون اړوند يوازې خپلسري وځپل، ويې ونېول او قانون يې پرې پلی کړ. د جنرال خوشحال د سعادات د ماموريت لومړۍ تجربه خو بريالۍ تجربه وه. ده وکولی شول چې له يوې خوا کابل ښاريانو ته د فزيکي او روحي امنيت احساس ورکړي او بل دا وښيي چې ستا تر مشرۍ لاندې هېواد کې هم قانون شتون لري او هم د قانون د پلي کول وړتيا شته دی. 

حکومتونه په برياليو ماموريتونو کې خپل چارواکي ستايي او يا يې لوړوي، خو له بدمرغه تاسې؛ ښايي د فشارونو پر اساس جنرال خوشحال سادات په کور کېنولو. نن يې تشه احساس شوې او نن قانون ماتونکو دا احساس وکړ چې دوی په رېښتيا هم دوی له قانون لوړ دی. 

د مسعود ويرکوونکو نن ورځ بيا د مسعود په اړه د عام ولس فکر تخريب کړ او دا يې ورته پيچکاري کړل، چې د مسعود لار داسې ده کومه يې چې دوی نندارې ته وړاندې کوي. 

خوشحال سادات څو اړخيز شخصيت وو، هم يې د مسعود د لارې او د هغې د شخصيت د تخريب او بدلې څېرې د ښوودنې مخه نېوله، هم يې قانون پلی کولو، هم يې ښاريانو ته د امنيت احساس ورکولو او هم يې خپلسري او قانون ماتونکي د قانون منګولو ته سپارل. 

ولسمشره! له خپل مشروع صلاحیت او واک څخه په استفادې خوشحال سادات بيا خپل ځای ته راوله او ولس ته ډاډ ورکړه چې تا ته له هر څه قانون لوړ او محترم دی.