اتل شهید

په میړانه ئې سپرکړې خپل سینه ده
نن خوره  په وطن بیا د غم څپه ده

د غلیم سره په محامخ جګړه کي
د شهید د سر ښندنو حماسه ده

دردونکې جنازه د ځوان اتل ده
د وطن په پوله جوړه کارنامه ده

انتقام  یې نن د هر یو افغان فرض دی
دا مو عهد دا مو پیمان دا مو وعده ده

نن دونیا او نړیوال پرې ښه پوهیږي
چې دا چا ده خوره کړې دا فتنه ده؟

د دونیا په هره سیمه  چې وحشت دی
 د  ورانکارو ، دهشتګرو دسیسه ده

ربه ته د زور واکانو  زور زاوال کړې
چا چې کړې د بل چا په حق سلطه ده

راځۍ ورونو چې یوموټی یو قوت شو
چې خلاصون ته د یووالي لار کره ده