د افغان ماشوم!!!

دا  افغان ماشوم  ساکن د قبرستان دی
تور لحد کې  یئ خواخوږی بندیوان دی

ددې خاورو سره خاورې یې هستي  ده
چې ماشوم  په دې حال او په دا شان دی

په تعظیم  او په ژړا د رب حضور ته
په ثنا، صفت اخته  په دې مکان دی

ربه ته یې د زړګي هیلې  پوره کړې 
له روزګاره، ساتندوی د ګورستان دی

 ته مو رب ته مو خالق، کریم ، رحیم یې
زمونږ ستا په وحدانیت  باندی ایمان دی

نور دا  جنګ او «اوبا» ختمه د جهان کړې
چې بدرنګ  د هر انسان د ژوند داستان دی 

افغاني  په هره خوا مرګی ، مرګی دی
نن په قهر راته دا لوړ او ارت اسمان دی