د دود ناخواله

ما یې په ټول عالم کې تور واخیست
هغې د مینې په نوم پور واخیست 
زه يي عالم منځ کې رسوا پرېښودم
ما وی چې ټول بدن مې اور واخیست 
زړه یې له نورو پړسېدلی شین وو
په پردي غچ يي له ما زور واخیست
څوک د هوس او څوک د مینې لېوال
ما خوند له دې هغې له نور واخیست
ځواني د څو مستو شېبو یو څرک وو
ما نیم په تور نیم په پیغور واخیست
 په هره موړګه او تاوکښ کې د ژوند 
پر مخ مې سوک له هر یو لور واخیست
د دود ناخوالو او ترخو وختونو  
زما له ژونده ټنګ ټکور واخیست
دود له لاسو تقدیر له پښو تړلی
فریب، دوکې مې د ژوند شور واخیست
ما ویلی زه د جفا پور ترې اخلم
هغې له ما د وفا پور واخیست
له هوسي مینې اسمان ته تښتم
د پریښتو سره مې کور واخیست