روهي (نۍ/۱۴ د وږي)، د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین او هندوستان ترمنځ د پولې پر سر کړکېچنو اړيکو لپاره د منځګړیتوب لېوالتيا ښوولې ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې د چین او هند په سرحد کې وضعیت ترینګلی دی او امریکا چمتو ده چې د شخړو په حل کې منځګړیتوب وکړي.
نوموړي زياته کړې، «د سرحد وضعیت ډېر ترینګلی دی. موږ چمتو یوو چې په دې برخه کې له چین او هند سره مرسته وکړو. که چېرې کوم کار وکړای شو، خوشحاله کېږو چې له هغی سره مرسته وکړو. به دې برخه کې له دواړو هېوادونو سره خبرې کوو.»
چين او هندوستان درې مياشتې وړاندې په لداخ نومي سرحدي سيمه کې سره ښکر په ښکر شول چې هندي پوځيانو ته په کې تلفات ورسېدل. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200905_173115_914.sdoc-->
وروستي