ولسمشرۍ ماڼۍ: ولسمشر غني د (هېواد ملي اتل) احمد شاه مسعود د شهادت ۱۹م تلين لمانځنې ته کمېسيون ټاکلی

روهي (نۍ/۱۴ د وږي) جمهوررئیس غني د شهید اونۍ، د هیواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د نوولسم تلین او د سولې شهید پروفیسور استاد برهان الدین رباني د شهادت د نهم تلین د درناوي مراسمو لپاره کمېسیون وګوماره

د ولسمشر ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د یو حکم له لارې د شهید اونۍ، د هیواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د نوولسم تلین او د سولې شهید پروفیسور استاد برهان الدین رباني د شهادت د نهم تلین د درناوي مراسمو لپاره لس کسیز کمېسیون وګوماره.


د دې حکم پر بنسټ د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند رئیس سید عنایت الله شاداب، د جمهوري ریاست د دیني چارو سلاکار مولوي عنایت الله بلیغ، د مسعود بنسټ رئیس احمد ولي مسعود، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال، د مارشال محمد قسیم فهیم بنسټ رئیس ادیب فهیم، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نشراتي معین، د کابل امنیه قوماندان، د لوړپوړو مقاماتو د ساتنې او امنیت عمومي رئیس، د کابل د ملي امنیت رئیس او د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس د یاد کمېسیون غړي دي.


جمهوررئیس محمد اشرف غني په دې حکم کې کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت عمومي ریاست او د کابل د ګډو ځواکونو قومانداني مکلف کړي چې د دغو مراسمو ټینګ امنیتي تدابیر ونیسي.