د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته لپاره عبدالله عبدالله هم قطر ته ځي

روهي (نۍ/۱۵ د وږي)، يو شمېر حکومتي سرچينو رسنيو ته ويلي دي چې ټاکل شوې ده همدا اوونۍ د مصالحې عالي شورا ډاکټر عبدالله عبدالله هم دوحې د بین الافغاني خبرو په پار قطر ته لاړ شي.

بي بي سي ته د افغانستان د سولې وزارت کې يوې سرچينې ويلي دي، چې د مصالحې عالي شورا به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بین الافغاني خبرو په لومړۍ ناسته کې برخه واخلي.

ټاکل شوې وه چې تېره پنځه نۍ افغان پلاوي دوحې ته سفر وکړي خو وويل شول چې د طالبانو مرکچي پلاوي د نه بشپړیدو له امله دغه سفر ځنډول شوی دی.

له بلې خوا، قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په دې اړه رسنيو ته ويلي دي، چې د تخنيکي ستونزو پر اساس د بين الافغاني خبرو ناسته ځنډېدلي ده.

تمه ده چې د محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ د افغان حکومت مرکچي پلاوی همدا اوونۍ قطر ته سفر وکړي. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200905_085212_427.sdoc-->